تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"که د ایران مخنیوی ونه شي د تېلو بیه به بې سارې زیاته شي"
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له سي بي اېس تلوېزون سره مرکه کې وايي، د ایران په وړاند ډیپلوماټیک غوراوي تر پوځي غوره بولي.
خو زیاتوي، که نړیواله ټولنه د دغه هېواد مقابل کې پرېکند تدبیرونه ونه نیسي، ممکن نړیوال بازار ته د تیلو وړاندې کول وځنډېږي او د دې توکو بیه بې سارې زیاته شي:
"که نړۍ د ایران د مخنیوي لپاره پرېکند او پیاوړي ګامونه پورته نه کړي، د نړۍ ګټې به لا ډېرې له خطر سره مخ شي، د تېلو عرضه به وځنډېږي، بیه به یې دومره زیاته شي، چې موږ به خپل ژوند کې لیدلې نه وي".
د سعودي ولیعهد بیا هم هیله وښوده چې له پوځي ګام ډډه وشي: سیاسي او ډیپلوماټیکه لار تل له پوځي حل لار غوره ده.
د هغه په خبره، ایران پورې تړلي برید "د نړۍ د تېلو زړه" په نښه کړ او د نړۍ د اړتیا وړ تېلو ۵،۵ سلنه تېل یې وځنډول.
کله چې وپوښتل شول، د ایران ستراتیژیک هدف څه و، نو ځواب یې و: "یوازنی ستراتیژیک هدف یې دا و چې وښيي احمق دي".
د سپټمبر پر ۱۴ سعودي کې پر ارامکو تېلي بټیو برید سره د دغه هېواد د تېلو تولید نیمايي ته ټیټ شو.
په داسې ډول چې سعودي د ورځې لس میلیون بېرله تېل تولیدوي، خو له برید سره دا کچه له پنځه میلیون ټیټه شوه.
د سعودي غبرګون
ایران په دغه برید کې هر ډول لاس لرل ردوي، خو امریکا او سعودي وايي، د کارپوهانو اټکل یې دا دی چې کروز توغندي او بې پیلوټه الوتکې د سعودي له شمال یا د ایران له سوېل د دغه هېواد هوا ته ننوتلې دي.
برتانیا، فرانسې او جرمني تېره اونۍ په ګډه وویل، پر ارامکو د بریدونو مسوولیت ایران ته متوجه کېږي.
که څه هم حوثیان- چې له پنځو کلونو راهیسې د سعودي په مشرۍ عرب ټلوالې سره جنګېږي- د دې بریدونو مسوولیت مني، خو ریاض او واشنګټن وايي، دغه برید کې د وسلې ډول، کره توب او پراختیا د حوثیانو له وس وتلې خبره ده.
محمد بن سلمان په اوسنۍ مرکه کې وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره دا باور لري چې دا برید د جګړې په لور ګام و.
نوموړی خبرداری ور کوي چې د کړکېچ زیاتېدل به د ټولو هېوادونو لپاره بدې پایلې ولري:
"سیمه کې د نړۍ نږدې ۳۰ سلنه تېل شته، د نړۍ ۲۰ سلنه سوداګرۍ تګ راتګ ترې کېږي او څلور سلنه ناخالص تولید هم پکې دی. فکر وکړئ، که دا درې واړه وځنډېږي. دا د نړۍ د اقتصاد یو مخ درېدلو په مانا دي".
له دې مخکې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر هم ویلي و چې د ایران پرضد د پوځي عملیاتو په ګډون ټول غوراوي شته.
ښاغلي جبیر د پنجشنبې په ورځ( د سپټمبر۲۶) نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې څنډه کې د بي بي سي خبریالې لیز دوسټ سره خبرو کې وویل، ریاض له جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدو ډډه کوي، خو دا غوښتنه هم کوي چې ایران باید پر ارامکو د برید مسوول وبلل شي او تاوان ور کړي.
ریاض وايي، دغه برید کې ۱۸ بې پیلوټه الوتکې او ۷ کروز توغندي کارول شوي.
د سعودي ټلوالې ویاند وايي، دا توغندي سپاه پاسدران جوړ کړي او پر هغه د "یا علي" نوم و.