تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران د پارلمان د غړي له کور د میلیاردونو پیسو غلا کېدل
د ایران د پارلمان د غړي تقي کبیري کور ته غله ور اوښتي او د میلیاردونو تومنو پر غلا کولو سربېره یې د کور نور توکي هم وړي دي.
د پارلمان مشر علي لاریجاني د دې پېښې د تعقیب غوښتنه کړې او هم یې دا ویلي چې څومره پیسې غلا شوې دي.
په کور کې د تقي کبیري له خوا د دومره پیسو ساتلو هم پوښتنې را پورته کړې دي.
څومره پیسې غلا شوې؟
پولیسو یا قضایه ادارې په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي، خو نماینده وېبپاڼه- چې اول ځل یې د قرباني شوي وکیل له پېژندګلي پرته دا خبر خپور کړ- وايي څلور سوه میلیون تومن او دولکه ډالر غلا شوي دي.
خو د پارلمان بل غړی نادر قاضي پور وايي، غلا شوې پیسې له دې ډېرې دي او د وکیل له کور ډېره طلا هم غلا شوې ده.
د وکیلانو د چلن څارونکي پلاوي ویاند محمد جواد جمالي هم څلور سوه میلیون تومن تایید کړي او ویلي یې دي چې له دوو تر دریو میلیارد تومن هم ډالر دي یا په بله ژبه نږدې دوه لکه ډالر و چې دومره تومن ترې جوړېږي.
د هغه په خبره، له دوو تر دریو میلیارد تومن د تهران په دوه یا درې سیمه کې د ۱۵۰ متره اپارتمان د پلور ارزښت دی.
ایران کې پر ۱۳۹۷ کال د پیسو د ارزښت کمېدو سره ټاکلې چې هر کس خپل کور کې تر لس زرو ډالر ساتلی شي او له هغه ډېر قاچاق ګڼل کېږي.
تقي کبیري څوک دی؟
تقي کبیري اصولپال او د ولایت فراکسیون غړی دی. د پارلمان د اقتصادي کمېسون د مشرتابه پلاوي غړی هم دی.
ښاغلی کبیري له لوېدیځ اذربایجان د خوی او چیپاره سیمې د خلکو استازی او د دې ولایت د وکیلانو ټولنې مشر دی.
نوموړی د سرحدي اذربایجان په نوم د داسې جلا ولایت د جوړېدو غوښتنه هم لری چې مرکز به یې خوی وي.
ښاغلی کبیري پر ۱۳۹۴ کال پارلمان ته تر کامیابېدو مخکې د خوي د ازاد پوهنتون د استادانو د بسیج مسوول و.