ورځپاڼې: غني د طالبانو او امریکایانو هوکړې سره مخالفت له کبله واشنګټن ته سفر لغوه کړی و

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر شمېر نړيوالو ورځپاڼو د افغان سولې بهير د درېدا په تړاو د ولسمشر ټرمپ د وروستيو ټويټري پيغامونو په تړاو ليکنې کړي.
لاس انجلس ټایمز
امريکايي لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه وايي، ان که کمپ ډېويډ کې سرمشريزه شوې هم وى نو له سياسي پلوه به يې اغېز ناوړى و. ځکه راتلونکې اوونۍ امريکا کې د سېپټمبر د يوولسمې د پېښې کليزه ده او طالبانو القاعدې ته چې دغه بريد ترسره کړى پناه ورکړې وه؟
ورځپاڼه همدا راز وايي، داسې هم بريښي چې ولسمشر ټرمپ کمپ ډېويډ کې له طالب مشرانو سره خبرې وروسته له هغه لغوه کړې چې د سولې خبرې اترې وار له مخه له ستر خنډ سره مخ شوې وې.
ولسمشرغني له وړانديز شوي پلان سره سخت مخالفت ښوولى او له کابله د رسېدلو رپوټونو پر بنسټ ولسمشر غني واشنګټن ته پلان شوى سفر هم لغوه کړى و.
لاس انجلس ټايمز وايي، دا هم نه ده څرګنده چې ايا طالبانو امريکا ته ورتګ لپاره ويلي و او که څنگه؟
نیویارک ټایمز
نيويارک ټايمز وايي، د ولسمشر ټرمپ دغه اعلان په څو دلايلو هېښونکى دى. يو، په کمپ ډېويد کې سرمشريزه به د يوې اورپکې ډلې له مشرانو سره چې پر افغانستان د ٢٠٠١ میلادي کال بريد له راهيسې يې زرګونه امريکايان وژلي يو حساسيت پاروونکى ګام وي.
ورځپاڼې دا ګام د شمالي کوريا له مشر کېم جون اون سره د ټرمپ کتنې ته ورته بللى چې په وينا يې يو مهال ګوښى و.
دوېيم د خبرو اترو د بهير درېدل اوس لپاره داسې برېښي چې د ولسمشر ټرمپ د هغې ژمنې د پوره کولو اوږدمهالې هيلې له خنډ سره مخ کړي چې د تېرو ټاکنو پر مهال يې کړې وې او ويلي یې و چې له افغان جګړې چې د بې مانا بللې وه امريکايي سرتېري وباسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه وايي، دا نه ده مالومه چې ولسمشر ټرمپ دلته د خبرو اترو د دايمې لغوه کېدا خبره کړې او که څنگه؟
ورځپاڼه دا هم زياتوي چې ولسمشر ټرمپ بيا بيا په چټکۍ له خپل دريځ شاته شوى.
ګارډین
بريتانيوۍ ګارډين ورځپاڼه وايي، واشنګټن هيله مند و چې د امريکايي سرتېرو وتل به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د دايمي سولې لپاره خبرو اترو ته لار پرانيزي، خو د ولسمشر ټرمپ دغه ناببره اعلان د سولې بهير په اړه ډېرې پوښتنې رامنځته کړې.
د ورځپاڼې په وينا دا اعلان داسې مهال مخې ته راځي چې افغانستان د ټاکنو پر لور روان دى چې د ورځپاڼې په وينا ان په تر سره کول يې ان په ډېرو ټېکاو منو حالاتو کې هم ستونزمن دي.









