تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محکمې د چرګ بانګ پر ضد عریضه رد کړه
یوې فرانسوۍ محکمې د هغې ښځې په حق کې پرېکړه کړې چې ګاونډیانو یې د بانګي چرګ شکایت کړی و. د دغې ښځې په ګاونډ کې یوې جوړې په خپله عریضه کې ویلي وو چې د چرګ اذانونه یې ارام ته نه پږېږدي.
محکمې ته د دغې موضوع له رسېدو وروسته په دې اړه رپوټونه خپاره شول او د نړۍ لر او بر کې ګڼو کسانو له بانګي چرګ سره خواخوږي څرګنده کړه.
د چرګ څښتنه کورین فیساو هم له همدې کبله په خبرونو کې یادیده. هغه وايي، "دا بریا د هغو ټولو لپاره ده چې زما غوندې وضعیت سره مخامخېږي، او هیله ده چې دا به یوه بېلګه ثابته شي."
جولای میاشت کې د نوموړې مدافع وکیل محکمې ته ویلي وو، دغه شکایت یوه ملنډه ده، ځکه په وینا یې بانګي چرګان د کلیوالي ژوند یوه برخه دي. که محکمې د نوموړې خلاف پرېکړه کړې وای، مېرمن فیساو به چې له ۳۵ کلونو راهیسې اولیرون سیمه کې اوسي، اړه وه چې بل ځای ته کډه وکړي او یا د خپل چرګ د بانګونو مخنیوی وکړي.
د نوموړې مدافع وکیل د پنجشنبې پر ورځ وویل، اوس به شکایت کوونکي نوموړې ته د تاوان په توګه زر یورو هم ورکوي.
د دغې قضیې په تړاو یوه پټیشن ۱۴۰ زره کسانو لاسلیکونه کړي وو. یاد څلور کلن چرګ په فرانسه کې اوس یو ډول شهرت موندلی چې دغه ډول مرغان د هېواد له ملي نښو بلل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه چرګ د ملاتړ لپاره ان د امریکا له متحدو ایالتونو لیکونه رسېدلي دي.
د مېرمن فیسیاو د کلي ښاروال کرستوفر سوییور اي ایف پي خبري اژانس ته وویل:
''دا د نه زغم اوج دی، خلک باید ځايي دود دستور ته غاړه کېږدي. ''
دغې مشهورې قضیې ته د فرانسې په کلیوالو سیمو کې د اوسېدونکو او هغو ګاونډیانو تر منځ د ډېرېدونکي تاوتریخوالي سمبول په نظر کتل کېږي، چې له لویو ښارونو د ارام ژوند په موخه کلیوالو سیمو ته د اوسېدو لپاره ځي.