کالیفورنیا: بیړۍ کې له اورلګېدو وروسته ۲۵ مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، EPA
راپورونه وايي، د کالیفورنیا په ساحلي اوبو کې په یوه کښتۍ کې له اور لګېدو وروسته ۲۵ مړي موندل شوي دي.
رسنیو د امریکا د ساحلي ګارد له قوله ویلي، نهه کسان لا درکه او د کښتي پنځه کارکوونکي ژوندي ژغورل شوي دي.
اور د دوشنبې په ورځ سهار ۵ بجې هغه وخت پیل شو چې کښتۍ د سانتا کروز ټاپو په ۱۴۵ کیلومترۍ کې وه لنګر شوې/درېدلې وه.
دا چې دا ډوبه شوې بیړۍ یوه سوداګرېزه بېړۍ وه خو د اور لګېدنې لامل یې نه دی معلوم شوی.
شریف بېل براون په یوه خبري غونډه کې وویل، کله چې په کښتۍ کې اور ولګېد ۳۹ کسان کښتۍ کې سپاره وو.
په کښتۍ څه پیښ شول؟
د ساحلي ګارد د دوشنبې په ۱۰نیمې بجو د مرستو یو غږ اورېدلی چې ویلي یې دي دغه کښتۍ د اور په لمبو کې ډوبه شوې . راپورونو هغه وخت وویل چې یو شمېر سپرلۍ ښايي هلته لاندې شوي وي.
هغه څوک چې له اوره تښتېدل ښايي د کښتۍ په کابین کې ویده ول.
خو مخکې تر دې چې ژغورونکې کښتۍ راورسیږي دوی راویښ شوي وو او ځانونه یې له کښتۍ اوبو ته غورځولي وو.

د عکس سرچینه، GETTY/VENTURA COUNTRY FIRE DEPARTMENT
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس او سي بي اېس نیوز د ساحلي ګارد د چارواکو په حواله وايي چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي دي.
د مرستندویه کښتۍ څښتن نیویارک ټایمز ته ویلي و چې کله موږ راغلو کښتۍ په لمبو کې ورکه وه.
هغه زیاته کړه: "ما ولیدل چې د کښتۍ د کړکیو څنګ اورونه راوتل." هرې څو شېبې وروسته کښتۍ کې چاودنې کیدې دا یو داسې وحشتناک حالت و چې سړی ځان ته ورته نشي چمتو کولی.
شریف براون وویل چې د اور لګېدنې له امله به د اکسیجن او پروپان ډبې چاودلې وي خو هېڅ داسې نښه نه لیدل کېده چې اور دې دغه ډبو لګولی و.










