امریکا کې وسله وال بریدګر ۷ تنه وژلي او ۱۶ ټپيان دي

د امریکا د تکزاس ایالت په لویدیځ کې وسله وال برید شوی چې پکې ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. رپوټونه وايي بریدګر له یوه ګاډي پر عامو خلکو ډزې کړي دي.

پولیس وايي، برید یوه ۳۵ کلن سپین پوستي سړي کړی چې دوی پېژانده، خو تر نورو څېړنو به یې نوم او نور جزیات خپاره نه کړي.

پېښه د امریکا پروخت شنبه ورځ له غرمې وروسته د اودیسه او میډلنډ ښارونو ته نژدې سیمه کې شوې.

په لومړیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې یو بل وسله وال هم د برید تکل لري او پولیسو هم ویلي وو چې د دویم بریدګر په اړه څېړنې روانې دي، خو له پېښې څو ساعته وروسته پولیسو وویل، باور لري چې عامو خلکو ته بل ګواښ نشته.

بریدګر لومړی پر هغه پولیس برید کړی او وژلی یې دی چې دده ګاډی یې درولی و. وروسته یې له ګاډي پر عامو خلکو ډزې پیل کړي او په پایله کې پولیسو هغه په ډزو وژلی دی.

څلور اونۍ وړاندې هم د امریکا د اي اېل پاسو په ټیکسان ښار کې یو وسله وال ۲۲ کسان ووژل.