تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایر کاناډا هوايي شرکت د فرانسوي ژبې نه ویلو له کبله جریمه شوی
د کاناډا هوايي شرکت، ایر کاناډا ته امر شوی، هغې فرانسوي ژبې جوړې ته ۲۱ زره کاناډايي ( ۱۵۷۰۰ امریکايي ) ډالره جریمه ورکړي او لیکلې بښنه ترې وغواړي چې دعوی یې کړې د دوی ژبنیز حق تر پښو لاندې شوی دی.
دې مېړه ښځې شکایت کړی و، په هغه الوتکه کې چې دوی په کې په هېواد کې دننه سفر کړی، ډېرې معلوماتي لوحې یوازې په انګلیسي ژبه لیکل شوې وې او ځینو نورو ته بیا ډېر اهمیت نه دی ورکړل شوی.
یوه ځايي قاضي په خپله پرېکړه کې ویلي، ''ایرکاناډا هوايي شرکت د دغه هېواد دوه ژبنیز قانون تر پښو لاندې کړی دی. ''
رپوټونو کې ویل شوي، ایرکاناډا محکمې ته ویلي چې دغه لوحې به بدلې رابدلې کړې.
د اونتاریو اوسېدونکو مایکل او لنډا تهایبودیو ۲۰۱۶ کال کې د دغه شرکت خلاف ۲۲ شکایتونه ثبت کړي وو.
دوی وايي، په هغه الوتنه کې چې مونتریال ته یې پکې سفر کاوه، الوتکې ته د تلو اعلانونو کې هم د فرانسوي پرتله انګلیسي ډېره ویل کېده.
دغې جوړې په خپل رسمي شکایت کې ویلي:
''ایر کاناډا شرکت په لوی لاس د فرانسوي ژبو حقونه تر پښو لاندې کړي دي. ''
د ځايي قانون له مخې ایرکاناډا باید انګلیسي او فرانسوي ژبو ته برابر حیثیت ورکړي.
دا لومړی ځل نه دي چې دغه جوړه د ایر کاناډا په تړاو شکایت کوي، بلکې د ټورنټو سن ورځپاڼې له دې مخکې ۲۰۱۴ کال کې د کاناډا سترې محکمې وویل، په یوه یوه نړیواله الوتنه کې د څښاک یوې غوښتنې پوره کولو کې د ناکامۍ له کبله نه شي غوښتی او بدل کې به یې د بښنې غوښتو جوړجاړي لپاره ووايي.