تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هوايي شرکت د شعر په ژبه د شکایت ځواب ورکړی
نارویجن ایرلاینز نومي هوايي شرکت د خپلې یوې الوتکې مساپر د شکایت ځواب د شعر په ژبه ورکړی دی.
ګیوس دولدینګ نومي دغه مساپر هم په یوه لنډکي شعر کې شرکت ته شکایت کړی و، چې د الوتکې پر ټکټ یې د نوم بدلولو لپاره ورنه اضافي پېسې اخیستل شوې دي.
دغه مساپر پر فېسبوکپاڼه یوه نظم کې لیکلي، چې له بېل نه ویلیم ته د نوم بدلولو لپاره ۱۲۰ یورو ترې اخیستل شوي، چې دی پرې راضي نه دی.
هوايي شرکت هم دغه سړي ته د شعر په ژبه ځواب ورکړی او هغه ته یې دغه پېسې وربخښلې دي. نارویجن ایرلاینز د اروپايي هېوادونو تر منځ د امریکا په څېر لېرې واټنونو پورې هم الوتنې کوي.
ښاغلي دولدینګ ویلي، د الوتنې بدلون له مخکې د شرکت پلان کې و او مساپرو ته ویل شوي وو، چې الوتکه به یې بدلېږي او یا به یې لګښت بېرته ورکول کېږي، په همدې بنسټ باید د نوم بدلون لپاره ترې پېسې نه وای اخیستل شوې.
د ګیوس دولدینګ له فېسبوک پیغامه یوه ورځ وروسته هوایي شرکت د شعر په ژبه له نوموړي بښنه غوښتې، هغه ته یې پېسې ور بخښلې او ویلي یې دي 'نظر کله نا کله تیت شيږ '