افغانستان کې یو امریکايی سرتېری وژل شوی

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د ' اګست میاشتې پر ۲۹مه' په افغانستان کې یو امریکایی سرتېری وژل شوی دی.

د دوی په یوه بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي چې دا سرتېري چېرته وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې هم د دغه هېواد د وژل شویو سرتېرو هوویت تر ۲۴ ګړیو نه ښودل کېږي.

د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله تراوسه ۱۷ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي.

د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۲مه هم دوه امریکايي سرتېري د عملیاتو پرمهال وژل شوي وو.

او د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۲مه هم د دوو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

افغانستان کې د پرېکند ملاتړ اعلامیه د دې سرتېرو نوره پېژندنه او د پېښې ځای نه ډاګیزوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ بهرني سرتېري مېشت دي، چې ډېری یې امریکایان دي.

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته، په دې هېواد کې د امریکا ۲۲۱۶ سرتېري وژل شوي.

امریکا په افغانستان کې نژدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملیاتو کې په همکارۍ بوخت دي.

امریکایي چارواکي د خبرو له لارې غواړي طالبانو سره جوړ جاړي ته په رسېدو نژدې نیمايي سرتېري له افغانستان وباسي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې د افغانستان جګړه کې ۷۶۰ میلیارد ډالر لګولي او افغانستان کې د روان کال لګښت یې هم ۱۸ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.