پومپیو: د ایران نیول شوی ټانکر اوس سوریې ته روان دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي ښیې هغه ایرانی کښتۍ چې یوه میاشت وړاندې په جبل الطارق کې نیول شوې وه، سوریې ته پر لارې ده.
په عین حال کې د امریکا د خزانې وزارت خبرداری ورکړی که هر چا د ایراني ټانکرونو تاسیسات چمتو کړي د امریکا د بندیزونو له خطر سره به مخ شي.
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر په یوه اعلامیه کې د 'ادریان سمندر-۱' ټانکر منع اعلان کړ.
'ګریس ټانکر-۱' چې نوم یې په 'ادریان سمندر۱-' بدل شوی، جاپان ته د ایران تیل لېږدول چې سوریې ته د تګ په شک د جبل الطارق د دولت له خوا و درول شوه.
د دغه درېدو لامل د اروپایي ټولنې له خوا د لګول شویو بندیزونو مشکوک نقض ښودل شوی.
ایران د دوشنبې په ورځ وویل چې د تیلو دا ټانکر یې پلورلی، خو په اړه یې تفصیل ورنه کړچې دا کله او چېرته پلورل شوی دی.
ښاغلي پومپیو په خپل ټویټر کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دا 'ضمانت' ورکړی چې دا کښتۍ سوریې ته نه ځي او زیاته کړې یې ده چې پر ظریف باور کول "لویه تېروتنه ده".
د جبل الطارق دولت د کښتۍ له ازادېدو وروسته ویلي و چې د ایران له چارواکو څخه یې "ژمنه" اخېستې وه چې دا ټانکر به سوریې ته نه ځي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرویلي، دا کښتۍ اوس د سوریې طرطوس بندر ته پر لارې ده. په تېرو دوو ورځو کې د دې کښتۍ په اړه ضد و نقیض خبرونه اورېدل کېږي.
وروسته له دې چې وویل شول، 'ادریان دریا-۱' کښتۍ د ترکیې سکندرون ته په حرکت کې ده. ترکي چارواکو ویلي چې دا ستره کښتۍ د لبنان ده، خو لبنان بیا ویلي چې د دغې کښتۍ د تم کېدلوغوښتنه یې نه ده ترلاسه کړې.
او همدارنګه ویل شوي چې دا کښتۍ د یونان یوې پولې ته ځي، خو د یونان دولت بیا ویلي د ایران د تیلو ټانکر ته به هېڅ ډول اسانتیاوې ورنه کړل شي.










