ایران: ګواښ نه کوو خو له دې زیات زغم هم نه لرو

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي له اوسني وضعیت ناخوښي څرګنده کړې او ایران سره یې د اروپا سوداګري ښکلي موټر ته ورته تعبیر کړې چې تیل نه لري.
ایران سره له دې چې د راوپایانو دا ګام یې ستایلی خو له غرب سره یې د اټمي وسلو د هوکړې ساتلو لپاره کافي نه دی بللی.
ښاغلي روانچي چې نیویارک کې یې له رسنیو سره خبرې کولې ویلي، د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش نه یې غوښتي چې د امنیت شورا د ۵۸۹ مادې ته په کتو -چې د ایران او عراق د جګړې ختمولو لامل شوه- "په سیمه کې د سولې او امنیت د ساتلو لپاره دې یو چوکاټ جوړ کړي چې د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې سیمه ییزې خبرې پیل شي."
داسې ښکاري چې د ښاغلي روانچي اشاره د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هغو څرګندونو ته وې چې تېره میاشت یې عراق ته په خپل سفر کې کړې وې. نوموړي ویلي و ایران د سیمې پر هېوادونو د برید نه کولو هوکړې د لاسلیک لپاره بېلابېل وړاندیزونه کړي دي.

د عکس سرچینه، TASNIM
وړمه ورځ (چنګاښ ۷) المان، فرانسې او برتانیې رسما اعلان وکړ چې پر ایران د امریکا لخوا لګېدلو بندیزونو له اغېز د بچ کېدو لپاره یې مالي کانالونه جوړ کړې دي.
په دې اړه اروپايي ټولنې د یوې اعلاميې په خپرولو ددې کانال د عملي کېدو خبره کړې اوه او اعلان یې کړی و چې "د بندیزونو لرې کولو لپاره هڅې ګړندۍ کیږي."
سره له دې تېره ورځ ایراني چارواکو ددې سوداګریز ګام د ستایلو ترڅنګ یې ګټه "ناچیزه" بللې.
ښاغلي روانچي هم تېره ورځ ویلي: "خپله په دې باور یم چې انیستکس په اوسني وضعیت کې کافي نه دی. دا له پیسو پرته کار هغه ګاډي ته ورته دی چې تیل ونه لري."
ملګرو ملتونو لپاره ایران دایمي استازي ویلي: "موږ له دې هاخوا صبر نه شو کوای، څوک نه ګواښو او د چا لپاره ضرب الاجل هم نه ټاکو، موږ هغوی ته خپله طرحه ویلې که عمل ونه کړي خپلې ژمنې کموو. که په خپلو ژمنو عمل ونه کړي موږ به هم نوي ګامونه پورته کړو."








