تر ۲۰ کلنو خبرو وروسته جنوبي امریکا سره د اروپا لویه سوداګریزه هوکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
تر شل کلنو خبرو وروسته اروپايي ټولنې د جنوبي امريکا له ستر سوداګريز بلاک سره د ازادې سوداګرۍ ېوې هوکړې ته رسېدلې ده.
له ارجنتاين، برازيل، پاراګواى او يوروګواى سره د اروپايي ټولنې دغه هوکړه د توکو او خدمتونو داسې يو بازار رامنځته کوي چې نژدې ٨٠٠ ميليونه خلک به ترې ګټه پورته کوي.
د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر ویلي، دا تر ټولو لوی سوداګریز تړون دی چې اروپايي ټولنې تر اوسه لاسلیک کړی دی. دا به د نړۍ تر ټولو لوی سوداګریز تړون هم وي. د برازیل ولسمشر هم دا یوه "تاریخي پېښه" بللې ده.
وینزویلا هم ددې تړون غړی و خو د معیارونو نه پوره کولو له امله یې په ۲۰۱۶ کې غړیتوب وځنډول شو.
ددې هوکړې له مخې به مالي تعرفې ټېټې یا لرې شي، مهم تولیدات به ارزانه شي او ورسره به د دواړو خواوو شرکتونو د تولیداتو ته وده ورکړل شي.
دواړو خواوو په ۱۹۹۹ کې په دې تړاو خبرې پیل کړې خو وروسته له دې چې ډونلډ ټرامپ په ۲۰۱۶ کې د امریکا ولسمشر شو، د دې خبرو بهیر چټک شو او په پایله کې یې د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ خبرې په ټپه ودرېدې.
اروپايي ټولنه د ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته له کاناډا، مکسیکو او جاپان سره سوداګریز تړونونه پای ته ورسول. که څه هم د اروپايي ټولنې تجارتي کمیشنر وايي، د جنوبي امریکا سوداګریز بلاک سره هوکړه به د جاپان هغې پرتله د تعرفو سپما به څلور برابره ډېره وي.




