عمران خان: که دوه اتومي ځواکونه سره مخامخ شي پر ټوله نړۍ به اغېز ولري

عمران خان

د عکس سرچینه، AAMIR QURESHI

د عکس تشریح، عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ده په خبره د کشمیر په تړاو پټه خوله پاتې نه شي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که هند د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې 'څه ' وکړل، په وینا یې 'د لوټې ځواب به په ډبره ورکړل شي. '

ښاغلي خان په اسلام اباد کې د 'کشمیر ساعت ' په نامه مراسمو ته وینا کې وویل:

''زه غواړم نړیوالو ته ووایم چې هند او نریندرا مودي به د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې څه نا څه کوي او که داسې وشي، موږ به د لوټې ځواب په ډبره ورکړو. ''

له دې مخکې د پاکستان پلازمېنه کې د کشمیر ساعت په نامه چې پاکستان حکومت له کشمیریانو سره د یوالي نوم ورکړی، د ورځې پر ۱۲ بجو سایرن وغږول شو، ټول ترافیکي اشارې سرې شوې، چې ورسره ترافیکي نظام په ټپه ودرید او دولتي مامورین له خپلو دفترونو بهر ته ووتل.

په دې مناسبت غونډې ته وینا کې د پاکستان لومړي وزیر وویل، ټول پاکستان له کشمیریانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی. نوموړي وویل:

''زموږ پوځ چمتو دی. زه غواړم دنیا ته ووایم چې کله دوه اتومي قوتونه له یوه بل سره مخامخ کېږي، له کبله یې ټوله نړۍ اغېزمنه کېږي. ''

ښاغلي خان په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې ګیله وکړه، چې د ده په خبره:

''کله چې پر مسلمانانو ظلم کېږي، نړیواله ټولنه پرې پټه خوله شي. '' هغه زیاته کړه، ''زه به د کشمیر سفیر شم او تر هغو چې کشمیر ازاد شوی نه وي، پر هر دریځ به د کشمیر لپاره مبارزه کوم. ''

نوموړي وروسته په یوه ټویټر پیغام کې وویل، ''زه له کشمیریانو سره د یووالي لپاره د خلکو پر راوتلو ویاړم. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوی ډيلی پاکستان په سیمه کې وسلوالو ته په پنا ور کولو تورنوي، خو اسلام اباد - چې د کشمیر یو برخه یې کنټرول کې ده، دا تورونه ردوي.

کشمیر همالیايي سیمه ده، هند او پاکستان یې پر ملکیت دعوه لري، هر یوه د دې سیمې یو څه برخه کنټرولوي او هم یې د کشمیر پر سر دوه جنګونه کړي او یو ځل یې پر سر لږ لاس ګرېوان شوي دي.

پاکستان
د عکس تشریح، د کشمیر ساعت په مناسبت د معمول تګ راتګ په ټپه ودرېد

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر تر دریو اونیو مخکې پورې ځانګړی قانوني حیثیت درلود، خو د اګسټ پر ۵ د هند حکومت دا حالت ترې واخیست.

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي او ګوند یې وايي، دا پرېکړه باید ۷۰ کاله پخوا شوې وی، خو دوی اوس وکړه.

له دې پرېکړې راهیسې هندواکي کشمیر کې بېړنی حالت دی، ځینې مظاهرې هم شوې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

پاکستان د نوي ډېلي پر پرېکړه غوسه دی او په دې تړاو د نړیوالې ټولنې مداخله غواړي.