تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملکه: د برتانیا تر ټولو ځواکمن کس
- Author, مهرداد فرهمند
- دنده, بي بي سي
د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د اګسپ پر ۲۸مه نېټه له ملکې الېزابت نه وغوښتل چې د پارلمان د ځنډولو په اړه د ده پرېکړه تائید کړي. له دې سره یو ځل بیا د برتانیا او نړۍ خلکو د دې هېواد ټولواکمنې ملکې ته ور پام شو.
که څه هم د برتانیا د ملکې مقام تشریفاتي بلل کېږي، خو د قانون له مخې ملکه الیزابیت په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن شخصیت دی.
د پارلمان له ټاکنو وروسته د لومړي وزیر د انتخاب تایید، د پارلمان کلنۍ وینا او دغه راز د پارلمان د تایید لاسلیک په څېر محدود سیاسي او تشریفاتي چارو کې د ملکې حضور رسمیات بلل کېږي، خو د ملکې قانوني حیثیت له دې پورته دی.
قانون د برتانیا ملکې ته بې نزاع او مخالفته واک ورکړی، خو هغه یې د مخکینیو واکمنو په څېر نه کاروي.
د برتانیا ملکه د قانون له مخې د ټول وسله وال ځواک قومانده په لاس کې لري او کولی شي د جګړې اعلان هم وکړي او جګړې ته د پای ټکی هم کېږدي او یا د سولې هوکړه وکړي.
ملکه دغه راز کولی شي لومړی وزیر له دندې ګوښه کړي او د حکومت مشري بل کس ته وسپاري او کولی شي پارلمان وځنډوي یا یې منحل کړي.
بېلا بېلو تاریخي پړاونو د انګلستان واکمن داسې پړاو ته ورسول چې له خپل قدرته د ګټې اخیستو پر ځای یې یوازې تشریفاتي بڼه وکاروي.
مثلاً د وسله وال ځواک د مشرتابه ګومارنه، د لوړپوړو چارواکو ګومارل یا ګوښه کول، د جګړې یا سولې اعلان داسې څه دي چې باید لومړی وزیر یې د ملکې تایید ترلاسه کړي او ملکه هم تل دغسې اقدامات تاییدوي.
دغه راز کله چې پارلمان یو کس د لومړي وزیر په توګه خوښوي، ملکه یې تاییدوي.
د ملکې دغه اختیارات یوازې تر برتانیا پورې محدود نه دي، بلکې په ۱۵ نورو هغو هېوادونو کې یې هم لري، چې یو وخت د برتانیا مستعمره ول او کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ په دې ټولګه کې مهم هېوادونه دي.
د برتانیا ملکې دې لړ کې هم پر تشریفاتي واک بسنه کړې، خو که له دې پنځلسو هېوادونو په هر یوه کې چې د برتانیا ملکه خپله واکمنه بولي، که حالت کړکېچ ته ورسېږي، یا بېلا بېل لوري د بېلګې په توګه د لومړي وزیر ګومارلو بهیر کې پر یوې هوکړې توافق ته نه رسېږي، ملکه د مخالفو سیاسي اړخونو له کچې د پورته ځواک په توګه له خپل قانوني واکه کار اخیستلای شي او وروستۍ پرېکړه کولای شي.
برتانیا مدون اساسي قانون نه لري، یانې د دغه هېواد لپاره اساسي قانون نه دی لیکل شوی او د دغه هېواد سیاسي اډانه د هغو قوانینو پر بنسټ ولاړه ده چې د پارلمان دواړو جرګو د وخت له عرف سره سم د پرېکړو پر اساس تصویب کړي دي. د همدې عرف له مخې ده چې ملکه خپل قانوني واک نه کاروي.
سره له دې چې د قانون له مخې ملکه واک لري، خو د هغه مشروطه نظام او قوانینو د بقا تضمین کوي چې پارلمان تصویب کړي: که څه هم ملکه کولای شي، پارلمان منحل کړي، خو د پارلمان د نویو غړیو د ټاکنو تر سره کېدو مخه نه شي نیولای.
دغه راز د پارلمان تصویب شوي قوانین د ملکې له لاسلیک وروسته د پلي کېدو وړ دي، خو ملکه نه شي کولای له لاسلیکه انکار وکړي.
برتانیا د نړۍ له ډېرو پخوانیو مشروطه شاهي نظامونو یو لري او هغه واک چې ملکې ته ورکړل شوی دی، څو پېړۍ پخوانی دی.
دغه قوانین که څه هم تر اوسه نه دي لیکل شوي خو د پلي کېدو وړ او پر ځای پاتې دي.
دې کې ځینې قوانین که هر څومره عجیب هم وي، خو د پلي کېدو وړ دي، مثلاً د اس ګاډۍ یا بګۍ کې کېناستل داسې حق دی چې ټولواک خلکو ته ورکړی او هر وخت کولای شي، دا حق بېرته ورنه واخلي، چې له هغه وروسته خلک کولای شي پر اس سپرلي وکړي، خو په اس بګۍ کې د کېناستو حق نه لري.
دغه راز ملکه د ترافیکي نښانونو او قوانینو مراعتولو ته اړتیا نه لري او په هر څومره چټکتیا چې وغواړي خپل موټر چلولی شي او دغه راز پر خپل موټر د نمبر پلیټ لګول هم پرې لازمي نه دي.
د برتانیا ملکه مذهبي حیثیت هم لري. ملکه د انګلستان د کلیسا پېشوا ده او د کلیساوو راهبان لرې کولای یا ګومارلای شي او د کلیسا په چارو کې د مداخلې حق لري. د دې یوه پایله دا ده چې ملکه کولای شي پر عیسیویت یا انګلیکین مذهب بې باوري څرګنده کړي.
د ملکې د همدي مذهبي رول له کبله لږ تر لږه د برتانیا سیاسي نظام 'سیکولر ' نه شي بلل کېدای. د دې یو لامل دا هم بلل کېږي چې د ملکې د مذهبي رول تر څنګ د انګلستان کلیسا ۲۶ مشران هم د دغه هېواد پارلمان په مشرانو جرګه کې ځانګړې څوکۍ لري چې د قانون جوړونې بهیر کې رول لوبوي.
د همدې دوو لاملونو له کبله له تیهوریک اړخه برتانیا کې دیني مرکزونه له سیاسي نظامه بېل نه شي بلل کېدای یا په بله معانا دغه هېواد سیکولر نه شي بلل کېدای.
دغه راز سره له دې چې ملکه د قانون له مخې واک او اختیار لري، د عامو خلکو له ځینې حقونو محرومه ده، مثلاً د رایې ورکولو حق نه لري، د هیڅ ډول سیاسي فکر او نظر د څرګندولو حق نه لري، سره له دې چې د برتانیا د پارلمان د ځمکې ملکیت لري، په دغه پارلمان کې د کېناستو حق نه لري.
ملکه د پارلمان د هر کاري کال په پیل کې د وینا او پارلمان غړو ته د توصیې لپاره پارلمان ته ورځي، خو د خپلې وینا لیکلو حق نه لري. د برتانیا محکمې د ملکې شاهدي نه شي منلای او دغه راز ملکه د برتانویان جایداد نه شي اجاره کولای.