فرانسه کې د بوریس جانسن د لانجمن انځور کیسه

د برتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن هغه انځور ډېر لاس په لاس شوی، چې د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره په الیزیه ماڼۍ کې د دواړو منځ کې د یوه کوچني مېز پر سر ښاغلي جانسن خپله پښه اېښې ده. خلکو فرانسه او برتانیا کې ددغه انځور په اړه ډېرې څرګندونې کړې دي.

ځینو ویلي، ښکاري چې ښاغلي جانسن د فرانسې ولسمشر حضور ته هېڅ اهمیت نه دی ورکړی.

د دواړو مشرانو یوه داسې وېډیو هم خپره شوې ده چې جانسن مکرون ته په ټوکامیزه انداز ځواب ورکوي.

مکرون ویلي، دا کوچنی میز مخکې له دې چې ښاغلی جانسن خپله ښۍ پښه پرې کېږدي، د پښو د تکیه کولو لپاره اېښودل شوی و.

برتانیا کې د خواله رسنیو یوه کاروونکي بوریس جانسن په بې ادبۍ تورن کړی او وايي: "د هغې غوسې په اړه فکر وکړه که په بیکنګهام ماڼۍ کې یو بهرنی لومړی وزیر دا کار وکړي، د برتانوي رسنیو د سر خبر به شي."

یوه بل بیا لیکلي: "ښکاري چې بوریس جانسن په ایټون پوهنتون (برتانوی پوهنتون چې جانسن ترې فارغ شوی) کې ادب نه دی زدکړی."

په فرانسه کې یوه ټویټر کاروونکي لیکلي: "د بوریس جانسن دا عمل دا په برتانیا کې د لوړې پوړۍ خلکو کړنه ده."

یوه فرانسوي خواله رسنۍ کاروونکي بیا ویلي: "ایا ملکه به دغه عمل ته په کومه سترګه وګوري."

د برتانیا د پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر د اړیکو مشر الیسټر کامبل ویلي، دا کار مزاحمت کوونکی دی چې د برتانیا لومړی وزیر دې د جرمني له لومړۍ وزیر او د فرانسې له لومړي وزیر سره خپلې پښې د ولسمشر پر مېز کېږدي."

دی زیاتوي: "دا یو ټیټ عمل ښکاري، چې ډېرو یې په اړه غوسه ښکاره کړې ده".

خو د "سکای‌نیوز" خبریال ټام راینر ویلي، دا کار د دواړو مشرانو ترمنځ د ټوکو وړ نه دی.

فرانسوي رسنیو هم دا پېښه راخیستې ده او د لو پاریسیان ورځپاڼې په سرلیک کې راغلي: "نه، بوریس جانسن د ایمانویل مکرون په مخ کې پر مېز پښې اېښودو سره د فرانسې سپکاوی نه دی کړی."

ورځپاڼې دا پېښه مازې یوه ټوکه بللې ده:

"پر انټرنېټ غبرګونونه تر ډېره چټک وي - او ځینې وخت پکې مبالغه هم کېږي".

د فرانسې "لورنوفېل ابزروېټور" اونیزې هم د یادې صحنې پر ټوکامیزه اړخ تمرکز کړی.