برتانیا د ایران ضد امریکایۍ ټلواله کې شاملېدو اعلان وکړ

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران دا ټلواله غندلې او وایي سیمه کې سمندري امنیت د تهران مسئولیت دی

برتانیا په رسمي ډول اعلان وکړ چې د فارس خلیج د سمندري امنیت لپاره د امریکا له پوځي ائتلاف سره یو ځای کېږي. دا اعلان د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک روب له خوا وشو. ایران د امریکا په مشرۍ دا ټلواله غندي او وایي، په دې سیمه کې سمندري امنیت د ایران مسئولیت دی.

برتانیا وايي د فارس په خلیج کې دا پوځي ائتلاف د سوداګریزو بېړیو د امنیت د لپاره رامنځته شوی چې په دې چاره کې د امریکا له متحده ایالاتو سره همکاري وشي، او نور متحدین به هم وهڅوي څو له دې ائتلاف سره یوځای شي.

خو داسې نښې نه ښکاري چې ګنې نور اروپايي هېوادونه دې له دې ائتلاف سره یو ځای شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس بیا پرون د دوشنبې پر ورځ ټینګار وکړ چې هېواد یې دا قصد نه لري څو د امریکا تر قوماندې لاندې له نړیوالو سمندري ځواکونو سره یوځای شي. خو نوموړي وویل چې جرمني غواړي په خلیج کې د سمندري کښتیو د امنیت لپاره یو اروپايي ائتلاف رامنځته شي.

په هغه وخت کې پرته له ځنډه څو اروپايي هېوادونو د برتانیا د دې پریکړې ملاتړ وکړ خو ایران بیا د داسې ائتلاف جوړېدل وغندل.

تېره اوونۍ برتانیا د بحرین په یوه نړیوال کنفرانس کې هوکړه وکړه چې د سیمه ییزو هېوادونو سمندري همکاري لا زیاتوالي لپاره به له یوه نړیوال ماموریت سره ځای کېږي.

ایران

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، لا روښانه نه ده چې نور کوم هېوادونه به دې ټلواله کې شریک شي

د سمندري ځواکونو ماموریت د بېلابېلو هېوادونو د پوځي او سوداګریز لېږد رالېږد ترمنځ همغږي زیاتوي. یوه میاشت مخکې امریکا اعلان وکړ چې د داسې ائتلاف د جوړېدو په هڅه کې ده څو په هرمز تنګي او باب المندب تنګي کې د کښتیو امنیت ضمانت وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي وو:

"امریکا په دې حوزو کې لکه د نظامي حوزو په څېر ایتلاف نه شي جوړولی. نور هېوادونه د متحده ایالاتو په لېست کې د دوی د نوم په درلودو شرمېدلي دي".

ښاغلي ظریف په خپله وروستۍ خبري غونډه کې ایران د هرمز تنګي د امنیت ساتلو مسؤول وباله.

تېرو ورځو کې ایران او برتانیا یو بل په "سمندري غلا" تورن کړل او برتانیا د خپلې د نیول شوې بېړۍ د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

ایران وايي د برتانیا ټانکر "سټینا امپیرو" چې د ایران انقلابي ګارد په توقیف کې دی، سمندري مقررات نقض کړي دي.

د هرمز تنګی د نړۍ ترټولو بوخته سوداګریزه لاره ده. د نړۍ شاوخوا شل سلنه تیل په کال کې له دې حیاتي تنګي څخه تیریږي.