ایران وايي فارس خلیج کې 'سپاه' د 'قاچاقي سونتوکو' بېړۍ نیولې

د عکس سرچینه، .yjc.ir
د ایران 'سپاه' سمندري ځواکونو ویلي، د فارس خلیج 'فارسي' ټاپو کې یې د 'قاچاقي سونتوکو' یوه بېړۍ نیولې ده.
ددغو ځواکونو د عمومي اړیکو برخې ویلي، خبرپاڼه کې راغلي، دا بېړۍ بوشهر ته لېږدول شوې ده او د ''قضايي چارواکو په همغږۍ د بوشهر د تېلو ملي محصولاتو اړوند شرکت ته سپارل شوې ده''.
د سپاه اړوند فارس خبري اژانس د بېړۍ څښتن او یا دا چې د کوم هېواد بیرغ پرې رپېده، په اړه څه نه دي ویلي.
د فارس د رپوټ له مخې، په دې بېړۍ کې ۷۰۰ زره لېتره سونتوکي بار و چې په وینا یې د ''فارس خلیج حوزې عربي هېوادونو ته لېږدول کېدل''.
د ایران 'صدا او سیما' اړوند ځوانانو یوه کلپ هم لیکلي دا بېړۍ ''د چارشنبې به ماښام، اسد ۹مه'' له ۷ بهرنۍ عملې سره نیول شوې ده.
درې اونۍ وړاندې (چنګاښ ۲۳مه) هم سپاه اعلان کړی و چې د 'ریاح' په نامه یوه تېل لېږدوونکې بېړۍ یې تور سمندر کې نیولې ده.
د سپاه خبرپاڼه کې راغلي، په دې ''بهرنۍ بېړۍ'' کې یو مېلیون لېتره ''قاچاقي سونتوکي'' بار وو او ۱۲ ''بهرنۍ عمله'' یې هم نیول شوې ده.
فارس خلیج کې ترینګلتیا او د ایران پر تېلو د امریکا له بندیزونو وروسته په وروستۍ یوه میاشت کې هلته وضعیت ترینګلی شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP
ایران وړاندې ویلي وو، پر تېلو یې د امریکا اعلان ددې لامل شوی چې ایران نورو هېوادونو ته تېل نه شي صادرولی.
په وروستیو میاشتو کې فارس خلیج کې پر ځینو تېل وړونکو بېړیو بریدونه شوي، چې امریکا او بریتانیا ددغو بریدونو تر شا د ایران لاس بولي، خو ایران دا تورونه ردوي.
همدارنګه، په جبل الطارق کې د برتانوي ځواکونو له خوا د ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ نیول کېدو ایران په غوسه کړی و.











