هند کې ډاکټرانو د ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه ایستلي

هند کې ډاکټرانو د ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه وایستل.ډاکټرانو د یوه اوه کلن ماشوم له خولې نه ۵۲۶ غاښونه ایستلي. دا ماشوم له ډېر وخت راهیسې له ناطبیعي پړسوب کړېده.

د دغه اوه کلن ماشوم د لاندېنۍ ژامې غاښونو له مودو راهیسې پړسوب او درد درلود، چې بالاخره د هند سوېل چنای کې یې تر روغتونه ورساوه.

ډاکترانو وروسته له هغې چې د غاښونو معاینه وکتله د هلک په خوله کې یې غیر عادي غاښونه ولیدل.

د ماشوم په کوزنۍ ژامه کې سلګونه غاښونه وموندل شول چې ډاکتران یې په جراحي عملیاتو کې په ایستلو وتوانېدل.

د دغو غاښونو اندازې بېلابېلې وې.

دغه ماشوم درې ورځې په روغتون کې و او اوس ۲۱ غاښونه لري.

د غاښونو او خولې د جراحي برخې مشر ډاکټر پراتیبا راماني سي اېن اېن ته ویلي، د دې لامل معلوم نه دی، خو ویلی شو چې دا کېدای شي په ژنتیکي مسلو پورې تړاو ولري.

ښکاري چې دغه ماشوم له درې کلنۍ له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان و، د هغې مور او پلار ویلي چې له درې کلنۍ راهیسې یې مخ پړسوب درلود.

داسې پېښې ډېرې کمې وي. په ۲۰۱۴ کال کې ممبۍ ښار کې ډاکټرانو د یوه اولس کلن ماشوم له خولې ۲۳۲ غاښونه ایستلي وو.