تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: القاعده ډله بې مشره او له سختې ګډوډۍ سره مخ ده
سعودۍ ورخپاڼې عکاظ د القاعده ډلې د مخکني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه د مړینې په اړه ریپوټونو ته اشاره کړې او زیاتوي دغه ډله اوس د مشرتابه له پلوه له یو ډول ګډوډۍ سره مخامخ ده. ځکه ددغې ډلې اوسنی مشر ايمن الظواهري چې د مصر دی ناروغ دی ، او القاعده تمه لرله چې حمزه بن لادن ددغې ډلې مشري وکړي.
دا ورځپاڼه لیکي القاعده دغه راز له مالي پلوه له ستونزو سره لاس او ګریوان ده او هم د وسله والو د جذبولو په برخه کې له کمي سره مخامخ ده.
په دې سره د ورځپاڼې په وینا د القاعده ډلې راتلونکی ښه نه دی په تېره وروسته له هغه چې ددغې ډلې دویم لوړ پوړی غړی ناصر الوحیشي په ۲۰۱۵ کال کې ووژل شو.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي لومړي وزیر عمران خان ته ویلي طالبانو سره هوکړې ته ډیر نږدې شوې او د دې هوکړې له ترسره کېدو وروسته به دوه اونیو کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.
سرچینو ورځپاڼې ته ویلي ښاغلي خلیلزاد پاکستاني چارواکو ته ویلي امریکا غواړي د سولې له هوکړې وروسته پاکستان د دغې هوکړې په عملي کېدو او د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.
خلیل زاد پاکستاني چارواکو ته ویلي ښايي امریکا نور له پاکستانه ونه غواړي چې لا ډیر څه وکړي خو د سولې هوکړې ګام په ګام عملي کېدو به پاکستان همکاري کوي.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې له پاکستان سره د امریکا د مرستو په اړه د هند د اندیښنو ځوابولو لپاره لوړ پوړی امریکايي پلاوی هند ته ځي. ورځپاڼه لیکي ددې پلاوي مشر به د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره جان سولیوان کوي.
ورځپاڼه لیکي له کله چې د امریکا ولسمشر د کشمیر په اړه جنجالي څرګندونې کړی دا لومړی ځل دی چې لوړ پوړی امریکايي پلاوی هند ته سفر کوي.
ټایم اف انډیا د ځینو دولتي سرچینو په حواله زیاتوي چې له پاکستان سره د امریکا پر پوځي مرستو هند اعتراض کړی او په دې اړه یې په هند کې د امریکا استازی احضار کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي امریکا هند ته ویلي و چې له پاکستان سره د امریکا پوځي مرستې په هغې کړنلاره کې د بدلون په معنی نه دی چې له مخې یې امریکا له پاکستان سره خپلې پوځي مرستې ځنډولي دي.
امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر پرمهال امریکا له پاکستان سره د پوځي مرستو د ژمنې لړ کې وویل له پاکستان سره د ایف شپاړلس جټ جنګي الوتکو لپاره تخنیکي مرسته کوي.