تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې القاعده سره څه پېښ شول؟"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
امريکايۍ پولټيکو مجلې "افغانستان کې القاعده سره څه پېښ شول؟" تر سرليک لاندې مطلب خپور کړى.
ليکوال وايي امريکايي سرتېري چې له تېرو ١٧ کلونو راهيسې په افغانستان کې جگړه کوي اوس يوې معما سره مخ دي، هغه دا چې، هغه غليم ته څه پېښ شول چې د دوى پښه يې دغه هېواد ته ور کېکاږله.
مجله وايي القاعده په پرتله ييز ډول کوچنۍ او نوم يې تت شوى، خو ځينې امريکايي چارواکي وايي دا اوس هم د بحث وړ موضوع ده چې افغانستان کې د القاعده د پاتې شونو پام څومره پر دې ټول دى چې له دغه هېواده بهر بريد پلان کړي.
کرېسچين ساينس مونيټور:
کرېسچين ساينس مونيټور مجلې "افغانستان کې سولې لپاره همغږي" تر سليک لاندې يو مطلب ليکلى او وايي تېر يوه کال د افغانستان په جگړه کې کوم ستراتېژيک برى نه دى ترلاسه شوى
مجله وايي سره له دې چې په غزني کې سخته جگړه وشوه خو د ډيپلوماټانو په وينا د امريکا، طالبانو او افغان حکومت وروستي خوځښتونه د سوله ييز حل لپاره تر ټولو ډېر هيله بښوونکي برېښي.
ورځپاڼه وايي امريکا او افغان حکومت له اولس کلنې جگړې وروسته د سولې لار ومونده او طالبانو هم په درې ورځني اوربند ځواب ووايه.
که څه هم جگړه بېرته پيل شوه خو طالبانو د سولې خبرو اترو لپاره د پخوانيو امريکايي چارواکو په گډون بېلابيلو چينلونو سره خبرو ته دوام ورکړ او دغو چارواکو وليدل چې طالبان اوس له بېلابېلو او د منلو وړ لارو خبرې کوي.
د بېلگې په توگه دې ته رضايت ښوول چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون شونى دوام په پام کې ونيسي.
ځينو طالبانو د ټولنيزو مسايلو په تړاو لکه د نجونو او ښځو د زدکړې په اړه خپل نظرونه نرم کړي دي.
اېکسپرېس ټريبيون:
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې غزني ښار کې له طالبانو د سيمو پاکولو عملياتو ته په اشاره ليکلي چې دا چاره به پڅه او خطرناکه وي.
د ورځپاڼې په وينا ملگرو ملتونو خبردارى ورکړى چې کورونو او بازارونو کې د طالبانو د پټېدا رپوټونه رسېدلي دي او دا چاره په هر راز هوايي بريد کې ملکي وگړو ته د مرگژوبلې اړولو خطر ډېروي.
ورځپاڼه وايي د سړک پر غاړې ځاى پر ځاى شوي ماينونو د خلکو خوځښت چې د جگړې له امله سيمې پرېږدي خطرناک کړی دی.