تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا استخباراتي مشران: د اسامه زوی حمزه مړ شوی
د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی، خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي.
ځینو رسنیو داسې رپوټ هم ورکړی چې حمزه بن لادن په داسې عملیاتو کې وژل شوی چې اصلي هدف دی نه و او نه هم په دې اړه معلومات وو چې دی هم هلته دی، خو وروسته معلومه شوه چې په دې عملیاتو کې نوموړی وژل شوی.
اټکل کېده چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال مې میاشت کې د پاکستان ایبټ اباد کې ځانګړي امریکايي ځواکونو وواژه.
امریکايي "نیویارک ټایمز" او "اې بي سي" شبکو د حمزه بن لادن د "مړینې" د خبر معلومات له امریکايي استخباراتي سرچینو ترلاسه کړي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اټکل کېږي چې ۳۰ کلن حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او وېډیويي پیغامونه هم خپاره کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه او سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم د ټرمپ په څېر ورته سیاست غوره کړی و.
حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتي وو چې د خپل پلار غچ له امریکا واخلي، هغه په عربي هېوادونو کې هم وګړي بغاوت ته هڅولي وو.
سعودي عربستان په تېره مارچ میاشت کې له حمزه نه د سعودي تابعیت واخیست.
اټکل کېږي چې حمزه په ایران کې اجباري اوسېدو ته اړایستل شوی و، خو ځینې رپوټونه وايي چې ښايي هغه افغانستان، پاکستان او یا سوریه کې و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په ۲۰۱۱ کال یې د اسامه په کور کې داسې اسناد وموندل، چې ګني تر اسامه وروسته به حمزه د القاعدې شبکې مشرۍ ته چمتو کېږي.
ویل کېږي چې امریکايي ځواکونو د القاعدې شبکې د یوه بل مشر له لور سره د حمزه د واده د مراسمو یوه وېډیو موندلې ده چې په ایران کې ثبت شوې ده.
باور دا دی چې د حمزه خسر د القاعدې شبکې یو بل وتلی مشر عبدالله ابو محمد المصري نومېږي، چې په ۱۹۹۸ کال تنزانیا او کینیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونو کې ښکېل و.