تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د اسامه بن لادن پر زوی یو میلیون ډالر جایزه کېښوده
امريکا د داسې معلوماتو بدل کې تر یو ميليون ډالرو پورې د جايزې وړانديز کړی، چې له مخې يې حمزه بن لادن ته ور ورسېدی شي. دی د القاعدې اورپکې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی دی، چې ويلي یې وو د سپتمبر ۱۱ مې پېښې د دوی کار و. امريکايي چارواکي باور کوي، حمزه یې د پلار د ځای ناستي په توګه روزل شوی، او اوس د يو مهم مشر په توګه رابرسېره کېږي.