وردګ؛ د افغان پوځ عملیاتو کې د مرګ ژوبلې ضد و نقیض رپوټونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د وردګو ولایت ځایي چارواکي وايي د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په بلندخېل، کماخېل او چوپان کلیو کې يې د طالبانو د سرې قطعې ۲۴ وسله وال وژلي. خو د میدان وردګو ځايي اوسېدونکي وايي په دغو شپنیو عملیاتو کې ټول ملکي وګړي وژل شوي.
د وردګو ولایت ویاند محب الله شریف زي بي بي سي ته ویلي تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې کسان په دغو کلیو کې راټول شوي وو او پر امنيتي مراکزو د بريد نیت يې درلود.
په سیمه کې مخابراتي شبکې کار نه کوي او اوسېدونکو ته يې لاسرسی ګران دی.
طالبانو هم ويلي چې په دغو شپنیو عملیاتو کې د يوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون اووه ملکيان وژل شوي دي.
د وردګو د ولايتي شورا مشر اخترمحمد بي بي سي ته ويلي په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بريد کې د پنځو ملکیانو په ګډون اتلس کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، MWP media office
د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې تر ډېره د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات ترلاسه کول ګران کار وي او د قربانیانو پېژندګلوي هم په اسانۍ نه کېږي.
همدا تېره اوونۍ د وردګو والي ویلي وو، د دايمیرداد ولسوالۍ تنګي سیدان پر روغتون د شپنیو عملیاتو په پایله کې څلور روغتیايي پرسونل پکې وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.
والي مظفر الدین یمین هغه مهال بي بي سي ته وویل، په چاپه کې څلور کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر مالوم نه دی.
تېره اونۍ د بغلان مرکز پلخمري ښار کې هم د سیمې خلکو د ولسي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ او د پلخمري -مزار لار یې تړلې وه.

د عکس سرچینه، Merhrulla Mehrdad
مظاهره کوونکو د وژل شویو خلکو مړي هم ورسره راوړي وو او ویل یې چې په هوايي برید کې د یوې کورنۍ اوه غړي ول شوي او یو بل ټپي دی.
د ځایي خلکو په وینا په وژل شویو کې یوه ښځه، یوه پېغله او پنځه ماشومان وو.
د افغانستان د دفاع وزارت هغه مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې په میدان وردګو او بغلان ولایتونو کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه پلټنه کوي، خو وايي "په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د تداوم اصلي عامل طالبان دي.










