تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا له مخالفت سره ترکیې ته د روسیې هوايي دفاعي سېسټم رسېدلی
ترکیې د امریکا متحدو ایالتونو له مخالفت سره سره له روسیې نه اېس - ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سسټم لومړنۍ برخه تر لاسه کړې ده. د ترکیې دفاع وزیر په وینا د دغه سېسټم لومړنۍ برخه د جمعې پر ورځ انقره کې یوې هوايي اډې ته رسېدلې ده.
دغه چاره به د امریکا د غوسې لامل شي، چې وايي، ترکیه په یوه وخت دغه سېسټم او ایف - ۳۵ ډوله امریکايي جنګي الوتکې نه شي درلودلای.
ترکیه له امریکا سره په ناټو ټولنه کې ملګری هېواد دی، خو له روسیې سره یې هم نژدې اړیکي رامنځته کړي دي.
دغه راز ترکیې د ۱۰۰ ایف - ۳۵ جنګي الوتکو پېرلو له هوکړې سره سره په ایف - ۳۵ پروګرام کې درنه پانګونه کړې او ترک شرکتونه د دغې الوتکې ۹۳۷ پرزې تولیدوي.
خو بل لور ته دغه هېواد له امریکا او اروپا سره د اړیکو له خړ پړ کېدو وروسته پرلپسې پراخېدونکې خپلواکه دفاعي پالیسي هم پرمخ بیايي.
ترک حکومت له روسیې نه د دوه نیمو بلیونو ډالرو په لګښت اېس - ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سېسټم اخلي او د خپل پوځ یو شمېر غړي یې روسیې ته د روزنې لپاره استولي دي.
د امریکا دفاعي چارواکي وايي، اېس - ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سسټم د سیمې له پراخ ناټو هوايي سېسټم سره متضاد دی.
دوی وايي نه غواړي چې ایف - ۳۵ الوتکې د اېس - ۴۰۰ ډوله دفاعي سسټم په خوا او شا کې وي، ځکه دوی ډاریږي روسي تخنیکګر به ایف - ۳۵ ته د متوجه خطرونو له برخو خبر شي.
امریکا مخکې خبرداری ورکړی که د اس - ۴۰۰ پروګرام مخکې ځي، دوی به ترکیه له ایف - ۳۵ پروګرام بهر کړي او اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.
ترکیه بیا وايي، دواړه سېسټمونه به په جلا سیمو کې ځای پر ځای کړي او په وینا یې د متبادل دفاعي سېسټم په ورکړه کې د امریکا غبرګون چټک نه و.
له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره له لیدنې وروسته ترک ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي، دی په دې باور دی چې امریکا به اقتصادي بندیزونه نه لګوي.
ترکیه د ناټو په ۲۹ غړو کې دویم لوی پوځي ځواک دی او سوریې، ایران او عراق سره د پولو له کبله له مهم ستراتیژیک اهمیت سره د امریکا په مهمو متحدینو کې راځي.
د سوریې بحران کې هم د ترکیې رول خورا مهم و او د ځینې وسله والو ډلو پوځي ملاتړ یې هم کړی دی.
خو بل لور ته ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر اردګان پر ضد له یوې ناکامې کودتا وروسته د هغه ځواک کارونې انداز پر سر د اروپايي ټولنې په ګډون د ناټو له ځینو غړو سره د ترکیې اړیکو کې خړپړتیا هم راغلې.