امریکا له هند او ترکیې په سوداګرۍ ځانګړی دریځ بېرته اخلي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له هند او ترکیې نه په سوداګرۍ کې ځانګړی دریځ بېرته اخلي.

اوسمهال هند له ګمرکي تعرفو پرته په کال کې د ۵،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مالونه امریکا ته صادرولی شي.

خو ښاغلی ټرمپ وايي، ډیلي واشنګټن ته دا ډاډ ورنه کړ چې امریکايي مالونو ته به هم ورته لار پرانیزي او دا مالونه به د هند مارکیټ ته مناسب لاسرسی ومومي.

هند ویلي د امریکا دا ګام به 'لږ اقتصادي اغېز' وکړي.

امریکا همداراز ترکیې په اړه ورته دریځ بېرته اخیستو خبره کړې.

امریکا دې سوداګریو ته د 'نا انصافه تجارت' په سترګه ګوري.

ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې د متحده ایالتونو د سوداګرۍ خساره به کمه کړي او څو ځله یې د لوړو مالیاتو په اړه هند په غوږ وهلی دی.

کانګرس ته په یوه لیک کې، د امریکا ولسمشر ویلي چې "هند امریکا ته ډاډ نه دی ورکړی چې په خپل مارکیټ کې به د امریکا مالونو ته مناسب لاسرسی ورکړي".

د پایلې په توګه، هغه د متحده ایالتونو سوداګریزو استازو (USTR) دفتر ته لارښوونه کړې چې هند د ځانګړي ترجیحي دریځ سوداګري پروګرام نه وباسي.

ځانګړی سوداګریز دریځ

د هند ځانګړي دریځ د سوداګري (GSP) د پروګرام له لارې بېل توکي کوی شي د امریکا له مالیاتو معاف پلورنځیو (ډیوټي فري) ته لار ومومي. د دې توکو صادرونکو هېوادونو لپاره د امریکا کانګرس یو شمېر معیارونه ټاکلي.

په دې شرطونو کې یو دا دی چې صادروونکی هېواد به د امریکا مالونو ته په خپل بازار کې ځانګړی او مناسب لاسرسی ورکوي.

د هند د سوداګري وزیر انوپ وداوان ویلي له دې پروګرام نه د هند ویستل به په دې هېواد ۱۹۰ میلیونه ډالره اغېز وکړي.

هغه ویلي له دې وروسته به له امریکا سره ددوی سوداګریزې اړیکې ښې پاتې شي.