لیبیا کې د کډوالو پر پنډغالي هوايي برید ۴۰ کسان وژلي

لیبا

د عکس سرچینه، AFP

د لیبیا په طرابلس کې د کډوالو پر یوه پنډغالي هوايي برید لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي او شاوخوا ۸۰ نور ژوبلېدلي دي.

د لیبیا مرکزي دولت دا برید د خلیفه حفتر ځواکونو کار بللی خو هغوی دا تور رد کړی دی. ډېری وژل شوي افریقايي کډوال دي.

په ورستیو کلونو کې لیبیا له افریقا اروپا ته د کډوالۍ یوه له اصلي لارو وه.

لیبیا په ۲۰۱۱ کې د معمر القذافي له پرځېدو او وژل کېدو وروسته د پراخه تاوتریخوالي شاهد دی او دا هېواد د انسان قاچاق کوونکو لپاره په امن ځای بدل شوی دی.

د لیبیا د بېړنیو خدمتونو ویاند اسامه علي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې د تاجوراء سیمه کې د کډوالو په دغه کمپ کې شاوخوا ۱۲۰ کډوال ساتل کېدل چې دده په خبره پر کمپ هوايي برید کې ټول مېشت کډوال اغېزمن شوي دي.

د وژل شویو شمېر وروستی نه دی او ویل کیږي چې له څېړنو سره به د وژل شویو شمېر له څلوېښتو لوړ شي.

د لیبیا د مرکزي دولت لومړي وزیر فیاض السرا چې ملګري ملتونه یې په رسمیت پېژني د جنرال خلیفه حفتر ځواکونه چې د پلازمېنې طرابلس د نیولو لپاره له مرکزي حکومت سره په جګړه بوخت دي، ددې برید مسؤول بللي.

جنرال حفتر دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې په طرابلس کې پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه کېدونکي دي چې په وینا یې وضعیت له "ستړې کوونکې جګړې" بهر شي.

لیبیا مرکزي دولت

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

خو سره له دې د لیبیا د پوځ ویاند ددې برید مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ډاکټر خالد بن عطايي چې د برید سیمې ته ورغلی و بي بي سي ته ویلي: "پنډغالی ویجاړ شوی و، خلکو ژړل، ډېر وحشتناک حالت و."

اروپا ته د تلو په نیت زرګونه کډوال د لیبیا په دولتي کمپونو کې ساتل کیږي چې تر ډېره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

په دې کمپونو کې د ناوړه وضعیت په اړه د بشري حقونو دفاع بنسټونو وار وار اندېښنه ښودلې.

ملګرو ملتونو هم ددې برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.