د روسیې سمندري ځواک ۱۴ افسران اور کې وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د دفاع وزارت وایي، د دوی په یوه کوچني اوبتل کې د اور لګېدنې له امله د سمندري ځواک د عملې ۱۴ تنه وژل شوي دي. د وزارت په وینا، دې اوتبل د دوشنبې پر ورځ د روسیې په اوبو کې څېړنې کولې چې پکې اور ولګېد او د عملې ۱۴ کسان لوګي ووژل.
وروسته دغه اور ووژل شو او اوبتل اوس د روسیې په سیوروموسک بندرګاه کې ولاړ دی. د دې پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
په ۲۰۰۰ کال کې هم د روسیې د سنمدري ځواک په یوه اوبتل کې د چاودنې له کبله د عملې ۱۱۸ تنه وژل شوي وو.
په وروستیو څو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په اوبتلونو کې دا ډول پېښو مرګ ژوبله اړولې ده.
په ۲۰۱۷ کال کې د ارجنټاین یو اوبتل په اقیانوس سمندر کې د عادي ګزمې پر مهال ورک شو او د عملې ۴۴ کسان هم ورسره لادرکه شول.
د دې اوبتل پاتې شونې یو کال وروسته وموندل شوې.
تر هغه وړاندې په ۲۰۰۳ کال کې د چین په یوه اوبتل کې د انجن خرابېدو له کبله د ۷۰ تنه عملې ساه بنده شوه او ووژل شول.




