ټرمپ او کیم جونګ اون د شمالي کوریا خاوره کې په لاس روغبړ وکړ

د ټرمپ او کېم جونګ اون د لیدو خونه کې د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جېرد کوشنر هم موجود وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ټرمپ او کېم جونګ اون د لیدو خونه کې د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جېرد کوشنر هم موجود وو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دواړو کوریاګانو ترمنځ 'ناپوځي شوې سیمه' کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په لاسونو روغبړ وکړ.

کېم جونګ اون له ښاغلي ټرمپ سره په روغبړ کې وویل "‌ډېر اعلی". نوموړي زیاړه کړه تمه یې نه وه چې په دې سیمه کې به د امریکا له ولسمشر سره وګوري.

ټرمپ د پولې له لارې شماي کوریا ته ولاړ، بیا وروسته کېم جونګ اون د جنوبي کوریا له پولې واوښت.

د ټرمپ او کېم جونګ اون د لیدو خونه کې د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جېرد کوشنر هم موجود وو.

په دې لیدنه کې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې نه و.

دا کمسارې لیدنه د شمالي کوریا د ولسمشر په بلنه ترسره شوې ده.

ښاغلي ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، تېره ورځ یې ناڅاپه ذهن ته ورغلل چې له کېم جونګ اون سره د دواړو کوریاوو ترمنځ په سرحدي سیمه کې وګوري.

شمالي کوریا تر اوسه ددغه خبر په اړه غبرګون نه دی ورکړی.

ټرمپ د شمالي کوریا پر خاوره د ګام اېښودو پرمهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د شمالي کوریا پر خاوره د ګام اېښودو پرمهال

د ټرمپ په وینا، له کیم جونګ اون سره یې اړیکه "ډېره ښه" ده.

ټرمپ او کیم جونګ اون

د عکس سرچینه، AFP

ټرمپ او کیم جونګ اون

د عکس سرچینه، AFP

هغه دا هم ویلي چې د امریکا د مخکېني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال یې غوښتنه دا وه چې د شمالي کوریا مشر به له اوباما سره وویني، خو کیم جونګ اون له اوباما سره لیدو ته حاضر نه و.

تر اوسه د امریکا هېڅ کوم ولسمشر د خپلې واکمنۍ پرمهال دغې سیمې ته نه دی ورغلی.

د کوریاوو ترمنځ "ناپوځي شوې سیمه"؟

د دواړو کوریاګانو ترمنځ "ناپوځي شوې سیمه" تر درې کلنۍ جګړې وروسته له ۱۹۵۳ کال راهیسې رامنځ ته شوه.

ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر سره یوه ګډه خبري ناسته کې خبرې وکړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر سره یوه ګډه خبري ناسته کې خبرې وکړې
ټرمپ (ښۍ خوا ته) او کیم جونګ اون وړاندې هم له یو بل سره لیدلي وو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټرمپ (ښۍ خوا ته) او کیم جونګ اون وړاندې هم له یو بل سره لیدلي وو

دا سیمه ۲۵۰ کیلومتره اوږده او نژدې څلور کیلومتره عرض لري، چې دواړې کوریاګانې له یوبل نه جلا کوي.

په دې سیمه کې هېڅ ډول پوځي بنسټونه نه شته، خو دواړې خواوې یې تر ټولو ډېرې پوځي شوې سیمې دي.

دواړو کوریاګانو په خپلو کې په رسمي ډول خپلمنځي سوله نه ده کړې چې دا مهال هم په جګړه کې دي.

هغه وخت چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې وه، سیلانیان د جنوبي کوریا یوې برخې ته ورتللی شوی.