امریکا - ایران بحران: یو شمېر هوايي شرکتونه لارې بدلوي

یو شمېر هوايي شرکتونو چې الوتکې یې د ایران له هوايي حریمه تېريږي، په هرمز تنګي کې د امریکايي ډرون له وېشتل کېدو وروسته یا لاره بدله کړې او یا یې الوتنې لغو کړې دي.

ایران د دغې څارګرې ډرون الوتکې ویشتل تایید کړي او ادعا کوي چې هوايي حریم ته یې ننوتې وه، خو امریکايي چارواکو د ایران دغه ادعا ردوي.

د امریکا هوايي چلند کنټرول ادارې 'ایف اي اي ' په یوه بېړنیزه اعلامیه کې د پارس خلیج او عمان خلیج د پاسه د امریکايي الوتکو تګ راتګ ممنوع اعلان کړی او یونایټیډ ایرلاینز له نیویارکه د هند ممبۍ ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

بل لور ته په دبۍ کې الامارات هوايي شرکت ویلي، دوی به د 'ممکنه بحران سیمې ' ته له تلو ډډه وکړي.

د الامارات یوه ویندوی وویل:

''موږ له نژدې حالت څارو او د خپلو الوتنو په تړاو له اړوند چارواکو سره اړیکه کې یو، موږ به د اړتیا په صورت کې لازم عملیاتي بدلونونه راولو. ''

د برتانیا برټش ایرلاینز هم ویلي، د امریکا هوايي چلن ادارې لارښوونه تعقیبوي او د ایران له هوايي حریمه د تېرېدو پر ځای به بدیلې لارې وکارووي.

د جرمني لفتهانزا چې تهران ته الوتنې کوي وايي، د ایران له ځینو برخو نه تېرېږي. د مالیزیا ملایشینز ایرلاینز مسوولین وايي، لندن، جده او مدینې ته د الوت پر مهال به له هرمز تنګي نه تېریږي.

د هوايي چلن چارو کارپوه جان سټریکلنډ بي بي سي ته وویل:

''دا د نړۍ هغه برخه ده چې خورا ډېر هوايي تګ راتګ پرې کېږي. له همدې لارې نه یوازې خپله خلیج ته تګ راتګ کېږي، بلکې هند او د اسیا نورو برخو ته هم له همدې لارې تګ راتګ کېږي. دا چې د هوايي حریم یوه برخه د پوځي استعمال لپاره ځانګړې وي او له معمول سره سم لاسرسی ورته نه شته، یوه ننګونه ده او د هوايي شرکتونو لپاره د معمول فعالیتونو پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کوي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د لاندې هوايي شرکتونو نومونه یاد شوي چې لارې یې بدلې کړې دي.

  • کیتي فسفیک
  • الامارات
  • فلای دبۍ
  • برټش ایرویز
  • کي ایل ایم
  • قنتاس
  • سنګاپور ایرلاین
  • لفتهانزا