د مصر پخوانی ولسمشر یوازې د کورنۍ په شتون کې خاورو ته وسپارل شو

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images
د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي خاورو ته سپارل شوی. نوموړی د دوشنبې پر ورځ په محکمه کې وغورځېد او ساه یې ورکړه.
د نوموړي مدافع وکیل اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د ښاغلي مرسي مړی د سې شنبې پر ورځ ګهیځ وختي داسې حال کې د قاهرې ختیځ کې خاورو ته سپارل شوی، چې یوازې د کورنۍ کسان یې په هدیره کې موجود وو.
۶۷ کلن محمد مرسي له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې له واکه لېرې شو، په توقیف کې و. د بشري حقونو فعالانو چې په توقیف کې د نوموړي ساتلو پر شرایطو یې نیوکې کولې، د هغه د مړینې په تړاو د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې.
د ښاغلي مرسي خپلوانو او فعالانو په زندان کې د نوموړي ګوښي ساتنې پر پرېکړه نیوکې کړې چې په وینا یې له وکیلانو او کورنۍ غړو سره هم د لیدو اجازه نه ورکول کېده.
د ښاغلي مرسي زوی عبدالله محمد مرسي د دوشنبې پر ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل، مصري چارواکو د دوی هغه غوښتنه رد کړه چې په خپل کلي کې یې د ولس له ګډون سره د پلار خښولو لپاره کړې وه.
د اخوان المسلمون تحریک چې اوس پرې بندیز لګېدلی، دغه مهم مشر په ۲۰۱۲ کال کې د خپل هېواد لومړنۍ ولسمشر شو، چې په دیموکراتیکه توګه د خلکو لخوا ټاکل شوی و.
له واکه د ښاغلي مرسي له ګوښه کولو وروسته مصري چارواکو د هغه پلویانو نیولو لړۍ پیل کړه او لسګونه زره کسان زندانیان شول.
اخوان المسلمون تنظیم او د ښاغلي مرسي نژدې اتحادي ترک ولسمشر رجب طیب اردوګان اوس د هغه د مړینې پړه پر مصري مشرتابه وراچوي.

د عکس سرچینه، Reuters
محمد مرسي د دوشنبې پر ورځ قاهره کې یوې محکمې ته له سخت دریځي حماس تنظیم سره د مشکوکو اړیکو او جاسوسۍ په تور د سپیناوي لپاره وړاندې شو.
ښاغلی مرسي په محکمه کې په یوه ښیښه يي پنجره کې له نورو تورنو کسانو سره ناست و.
د چارواکو په وینا له نوموړي وغوښتل شول چې محکمې ته سپیناوی وکړي او هغه تر پنځو دقیقو پورې خبرې وکړې.
څو دقیقې وروسته چې د محاکمې بهیر کې یوه وقفه راغله، په ظاهره ښاغلي مرسي ضعف وکړ. د مصر څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې وویل شول:
''نوموړی روغتون ته ولېږدول شو او هلته ډاکټرانو وویل، چې ساه یې ورکړې. ''

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY VIA GETTY
چارواکي وايي، د عدلي طب په رپوټ کې د نوموړي پر بدن د کوم ټپ نښې نښانې نه دي لیدل شوې.
له دې مخکې دولتي ټلویزیون د زړه حمله د محمد مرسي د مړینې سبب بللی و. ښاغلی مرسي ته له دې مخکې نورو قضیو کې د لسګونه کلونو زندان سزا ورکړل شوې وه. په یوه قضیه کې نوموړې ته د اعدام سزا هم ورکړل شوې وه، چې وروسته لغو شوه.









