مصرۍ محکمې د محمد مرسي د عمري بند حکم لغوه کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
په مصر کې محکمې د مخکیني ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګوند د نورو مشرانو په حق کې د عمري بند حکم لغوه کړی. دوی 'بهرنیو بنسټونو ته د جاسوسي' په تور په عمري بند محکوم شوي وو.
پر دغو کسانو د ایران ''انقلابي ګارد''، د فلسطین حماس ډلې او د لبنان حزب الله ډلې ته د جاسوسي کولو تور هم و.
محکمې امر کړی چې د ۲۲ تورنو محاکمه کول دې په یوه بله محاکمه کې ترسره شي.
تېره اونۍ د مصر یوې محکمې پر محمد مرسي د اعدام حکم لغوه کړ.
پر نوموړي تور و چې پر ''زندان یې برید'' کړی، ګڼ افسران او پولیس یې وژلي او تښتولي دي.
پر نوموړي دا تور هم و چې ګني د ۲۰۱۱ جنورۍ له پاڅون پیلېدا وروسته یې د عامه بنسټونو په ویجاړولو کې برخه اخیستې ده.
د مصر پوځ په ۲۰۱۳ کالمحمد مرسي تر پراخو لاریونونو وروسته له واکه لیرې او بندي کړ.
محمد مرسي په ۲۰۱۱ کال د پاڅون پرمهال د زندان د ماتولو په تور په لومړۍ محکمه کې په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی په ۲۰۱۲ کال د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو د واک پرضد یې یو کال وروسته لاریونونو په لړ کې د پوځ له خوا وپرځول شو.

د عکس سرچینه، AFP
پر مرسي د ترهګرۍ اړوند تورونه هم ولګول شول او په عمري بند محکوم شو.
د روان کال په پیل کې د مرسي د اعدام سزا د مصر د قضايي ارګانونو د مشر او لوی مفتي شوقي ابراهیم علام له خوا تایید شوې وه.








