تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سلمان خان نوي فلم 'بهارت' ریکارډ عاید تر لاسه کړی
د هندي سینما وتلي ستوري سلمان خان یو ځل بیا ثابته کړې، چې د عاید له پلوه تر خپلو سیالانو مخکښ دی.
د نوموړي فلم په باکس افس کې د ۲۰۱۹ فلمونو په لړۍ کې تر ټولو لوړ عاید کړی دی.
د دغه وتلي ستوري فلم 'بهارت' نژدې دی چې د دوه ملیارده هندي پیسو عاید ریکارډ ته ورسیږي. ویل کیږي دې فلم په لومړۍ اونۍ کې څه باندې ۱،۹ میلیارده هندي پیسې (۲۵،۶ میلیونه ډالر) ګټلې دي.
دا فلم چې د اختر پله لومړۍ ورځ خپور شوی په دې ورځ یې څه باندې شپږ میلیونه ډالره ګټلي دي.
دا په ۲۰۱۹ کې تر ټولو فلمونو په یوه ورځ د ډېر عاید ترلاسه کوونکی فلم بلل شوی دی.
که څه هم د خپرېدو په دویمه او دریمه ورځ یې څه نا څه عاید کم شوی خو ویل کیږي چې دا د خان لپاره د عاید له پلوه تاریخ جوړوونکی فلم دی.
سلمان خان په خپل ټویټر دې فلم ته د خلکو له غبرګون مننه کړې ده.
په خپرې کړې ویډیو کې هغه د کترینا کیف څنګ ته لاړ ښکاري چې د مینه والو غبرګون ګوري.
د ښاغلي خان مخالفینو هم دا فلم ستایلی او دې خبرې ته په غبرګون کې سلمان خان ویلي، د مخالفینو دې کار ډارولی دی، ځکه دده په وینا دده د موافقینو او مخالفینو رایه هېڅکله سره ورته نه وه.
په ټویټر هغه لیکلي: "د ټولې مینې او ملاتړ له امله ډېره ډېره مننه چې د بهارت لپاره مو ښودلې."
بهارت فلم د ۱۹۴۷ کال کې د هند ویش نه نیولې تر ۲۰۱۰ کاله د پېښو انځور وړاندې کوي او په دې دوران کې د یوې کورنۍ چې ستونزې ګالي، انځور وړاندې کوي.