تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشهوره روسۍ جوارګره وژل شوې
د قمار ستورې ۲۶ لیلیا نوویکووا د خپل کور په حمام کې برېښنا نیولې او وژلې ده.
نوموړې د روسیې د مسکو اوسېدونکې وه.
د لیلیا ګاونډیانو وروسته له هغه د نوموړې جسد وموند چې د دې پوکر لوبغاړې پلار او مور ورسره اړیکه ونیوله.
مینه والو یې هغه د لیا په نوم پېژندله. رپوټونه وايي چې هغه د ویښتانو د وچولو ماشین د کارولو پرمهال برېښنا نیولې او ساه یې ترې ویستلې.
لیا د قماربازۍ د خپروونکي چینل (Twitch.tv) نامتو څېره وه.
روسي چارواکو منلې چې د هغې د مړینې لامل برېښنا وه.
روسي رسنیو ویلي چې د هغې ګاونډیانو د لیا د کور کلي درلوده او وروسته له دې چې د نوموړې د پلار او مور اړیکه یې ترلاسه کړې، خبر شوې او د هغې کور ته په ورتلو یې جسد موندلی دی.
د پوکر لوبغاړو د هغې په مړینې خواشیني څرګنده کړې او دا یې یوه تراژیدي بللې.
نوویکووا د مسکو د بایومن پوهنتون له انجینرۍ برخې فارغه شوې وه. د پوکر (قمار) ترڅنګ هغې له ورزش سره هم مینه لرله.
هغې د خپل مینه والو لپاره د پوکر لارښود هم خپور کړی و.