د امریکا او روسيې د جنګي بېړیو 'خطرناک' نږدې کېدل

د ویډیو تشریح، د امریکا چنسلر وېل او د روسیې اډمیرل وینوګرادوف بېړیو د نږدې کېدو صحنه

د امریکا او روسیې دوه جنګي بېړۍ د ارام سمندر لوېدیځ کې څو متره لرې له یو بل تېرې شوې، داسې مخ کېدل چې ډېرو خطرناک او بې ضرورته بللي دي.

هر لوری بل ملامتوي او ویډیویي انځورونو یې رسنیو کې سخت غبرګون پیدا کړی دی.

د امریکا چنسلر وېل او د روسیې اډمیرل وینوګرادوف بېړۍ د جمعې په ورځ( د جون ۷) د مسکو وخت سهار شپږ نیمې بجې په داسې مهال چې دواړه په یوه لار روانې وې یوې بلې ته ۵۰ متره نږدې شوې او ماڼوګان یې یې سره سترګې په سترګو شول.

روسیه وایي، دې نږدې تېرېدو روسۍ بېړۍ اړه کړه چې د بېړنۍ مانورې له لارې له امریکايي بېړۍ سره له ټکر ډډه وکړي.

په دا مهال امریکایان د پېښې مسوولیت پر روسانو ور اچوي او د امریکا د سمندري ځواک د اومې قومندانۍ قومندان کلایټن ډاس وايي، د روسۍ بېړۍ مانورې ناامنه او بې مسلکه وې.

نوموړی د روسیې د سمندري ځواکونو دا ادعا هم نه مني چې وايي د پېښې مسوولیت د امریکا دی.

په دا مهال د روسیې د ارام سمندر د سمندري ځواکونو قومندان وايي، پېښه د چین ختیځ سمندرګي سوېل ختیځ کې شوې او ټینګار کوي چې د روسیې بېړۍ د امریکا د دې حرکت له امله هغوی ته پېغام استولی دی.

د روسیې سمندري ځواکونه وايي، امریکايي بېړۍ ناڅاپه خپل لوری بدل کړ او د اډمېرل وینوګرادوف بېړۍ ته نږدې شوه، چې له امله یې دې بېړۍ ناڅاپه او چټکې مانورې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان وايي، د روسۍ بېړۍ د دې ناخوندي چلن په هکله به رسمي شکایت وکړي.

امریکا

د عکس سرچینه، AFP/US NAVY

روسیه او امریکا بیا بیا پر اسمان او ځمکه د یو بل ځواکونه په خطرناکو مانورو تورنوي.

تېر نومبر کې د امریکا پوځ داسې انځور خپور کړ چې تور سمندرګي کې یې د امریکا جنګي الوتکې حریم ته د روسۍ الوتکې د نږدې کېدو خبره کوله.

واشنګټن هغه پېښه بې مسوولیته وبلله، خو روسیې وویل چې د امریکا الوتکه د روسیې هوايي حریم ته ننوتلې وه او روسۍ الوتکې مقابل لوري ته د خبرداري لپاره دا ګام پورته کړ.

د بي بي سي د پوځي چارو خبریال جنه تن مارکس وايي، تور سمندرګي کې دا ډول پېښې د امریکا او روسیې ترمنځ کېږي، خو ارام سمندر کې ورته پېښې د چین او امریکا ترمنځ وي.

د نوموړي په خبره، د دوو بېړیو نږدې کېدل هغه هم بې ضرورته او خطرناک ښکاري او داسې ښکاري چې یو لوری او یا هم دواړه ملامت وي.