تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۱ کلنې نجلۍ ۱۹۶ هېوادو ته په سفر خپل نوم د ګینیس کتاب کې ثبت کړ
۲۱ کلنه لکسي الفورډ د نړۍ ۱۹۶ هېوادو ته په سفر تللې او تر ټولو پیغلې په توګه یې د نړیوالو ریکارډونو ثبتوونکي کتاب 'ګینیس' کې خپل نوم ثبت کړی دی.
دا په دې معنی چې هغې هر کال ۹ هېوادونو ته سفر کړی دی.
نوموړې د یوه برتانوي سړي پخوانی ریکارډ مات کړی دی. جېمز اسکوایټ په ۲۴ کلنۍ کې ورته لاسته راوړنه درلوده.
لکسي او کورنۍ یې چې سیاحتي شرکت لري، نوموړې ته دا امکان ورکړی چې په کم عمر کې وکوای شي دا ریکارډ جوړ کړي.
لکسي د مې په ۳۱ اعلان وکړ چې په خپل لیست کې وروستي هېواد ته یې سفر کړی دی او له دې سره یې د خپلو سفرونو لړۍ بشپړه کړې.
هغې ویلي، غواړي ټولو ته وښايي چې نړۍ هغسې ډاروونکې نه ده لکه څنګه چې یې رسنۍ خلکو ته ښيي.