سعودي ایران ته: جګړه نه غواړو، خو دښمنانه فعالیتونه نشو زغملی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر بي بي سي ته ویلي، هېواد یې له ایران سره جګړه نه غواړي، خو په سیمه کې د "ایران دښمنانه فعالیتونو" ته به اجازه ور نه کړي.

ښاغلي الجبیر دا خبرې سعودي کې له دوو بېړنیو سرمشریزو جوړېدو مخکې کړې دي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز په خلیجي سیمه کې د ترینګلتیا د لوړېدو په تړاو د بحث لپاره عربي هېوادونه ورغوښتي.

دا سرمشریزې د راتلونکې جمعې په ورځ په مکه ښار کې جوړېږي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر دواړې سرمشریزې، چې یوه یې د عربي هېوادونو او بله خلیجي هېوادونو ده، "ایران ته یوه ښکاره پیغام" بللی دی.

کله چې له ښاغلي الجبیر نه له ګاونډیانو سره د ایران د خبرو د وړاندیز په اړه وپوښتل شول، الجبیر وویل، دا د عمل وخت دی نه د خبرو.

په وروستیو کې ایران ته په سیمه کې د ځینو بریدونو ترسره کولو د مسؤولیت ګوتې نیول شوې. د عمان په خلیج کې د سعودي او اماراتو د څلورو سوداګریزو بېړیو د ویجاړولو پړه هم پر ایران اچول شوې ده.

همدارنګه، څلورو تېل لېږدوونکو بېړیو ته هم زیان اوښتی، چې امارات یې تخریبي بریدونه بولي، په ورته وخت کې په سعودي کې د تېلو د چاڼ پر دوو ځایونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پړه هم د ایران له ملاتړه پر برخمنو حوثي یاغیانو اچول شوې ده.

ایران دا نه مني چې ګني د دغو بریدونو ترشا دې د دوی لاسونه وي، خو د امریکا پوځي چارواکو د دغو بریدونو د پړې ګوتې د ایران انقلابي ګارډ ځواکونو ته نیولې دي.

په ورته وخت کې، امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی، چې دې هم د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

د دواړو ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې د امریکا ادارې د ځینو هېوادونو په استثنا له ایرانه د تېلو پر خرڅلاو بندیز ولګاوه.