هند ټاکنې: لومړیو پایلو کې بي جي پي مخکې دی

Modi at a rally in Meerut
د عکس تشریح، ځینې پر دې اند چې په ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د بریالي شوي مودي پروړاندې قوي اپوزېسیون ښايي دا ټاکنې وګټي

په هند کې د ولسي جرګې ۵۴۲ څوکیو لپاره د میلیونونو رایه اچوونکو رای شمېرنه پیل شوه. دغو څوکیو ته له شاوخوا ۶۷۰ سیاسي ډلو څخه تر ۸۰۰۰ ډېر کسان نوماند شوي دي.

لومړنۍ پایلې پر بهارتیه جنتا ګوند د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند مخکې بلل شوی.

خو د نوموړي پر وړاندې د اپوزېسیون کانګرس ګوند هم په کور د ننه قوي مبارزه کوله.‌

دا رای اچونه په تېره اپرېل میاشت کې پیل شو وه چې بالاخره د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده او رای شمېره نن (پنجشنبه) پیل شوه.

په دې ټاکنو کې د بریا لپاره هر ګوند یا ټلواله د پارلمان ولسي جرګې 'لاک سبها' له ټول ټال ۵۴۳ څوکیو څخه لږترلږه ۲۷۲ څوکیو ګټلو ته اړتیا لري.

په ۲۰۱۴ کال بي جې پي ګوند ۲۸۲ څوکۍ وګټلې - چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې د دغه ګوند تر ټولو لویه بریا وه.‌

Indian National Congress party president Rahul Gandhi (L) and his sister Priyanka Gandhi (R) wave during a roadshow before filing his nomination for the upcoming general election at the district collector's office in Amethi on April 10, 2019.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راهول ګاندي او د هغې خور پریانکا

کانګرس چې یوازې ۴۴ څوکۍ ګټلې وې، تر ټولو بدې ماتې سره مخامخ و.

سږ کال په دې ټاکنو کې د رایو وړ شاوخوا ۹۰۰ میلیون کسان و، چې دا په نړۍ کې تر ټولو لویې ټاکنې ګڼل شوې دي.

Mamata Banerjee

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لوېدیځ بنګال اعلا وزیره ماماتا بنیرجي د نرېندرا مودي یوه لویه سیاله ده

دغو څوکیو ته له شاوخوا ۶۷۰ سیاسي ډلو څخه تر ۸۰۰۰ ډېر کسان نوماند شوي دي.

د رایو پایله به وار په وار د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلانېږي. خو وروستۍ پایلې به د پنجشنبې ورځې وروستیو کې په ځايي وخت اعلان شي چې ان د جمعې ورځۍ لومړیو ته هم غځېدی شي.

په هندوستان کې د رایې اچوونکو شمېر په اروپا او استرالیا کې د ټولو اوسیدونکو وګړو پرتله ډېر دی.

Indian farmers shout slogans during a protest against the alleged anti-farmer policies imposed by the central and state government, in Amritsar on March 30, 2019

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په وروستیو کلونو کې هندي بزګرانو لوی لاریونونه وکړل

په ۲۰۱۴ کال کې په هندوستان کې عمومي ټاکنو ته د ۴۶۴ سیاسي ګوندونو نه او په خپلواکه توګه ۸۲۵۰ تنه کاندیدان ولاړ وو

تېرو ټاکنو کې ۶۶ سلنه خلکو رایه ور کړې وه.

د هند لومړنۍ تاریخي ټاکنې په ۱۹۵۱-۵۲ کې وې چې درې میاشتو کې بشپړې شوې.

په ۱۹۶۲ او ۱۹۸۹ کلونو کې هم ټاکنې له څلورو تر لسو ورځو بشپړې شوې.

د ۱۹۸۰ کال د څلورو ورځو ټاکنې د دغه هېواد تاریخ کې خورا لنډې ټاکنې بلل کېږي.