هند کې ټاکنې
د نړۍ په یوه تر ټولو لوی دېموکرات هېواد کې د ټاکنو پر نېټې سلا شوې ده. هند کې به نژدې ۹۰۰ میلیونه خلک وکولی شي په اپریل او مې میاشتو کې خپل د خوښې کاندید ته رایه ورکړي. د دغه هېواد د خلکو ډېر شمېر ته په کتو دا په دې معنی ده چې ټاکنې به اوس په شپږو اوونیو کې کېږي او بیا به د مې پر ۲۳مه رایې وشمېرل شي.