هند ټاکنې: مودي د ذکر لپاره غار کې کېناست

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپل هېواد ټولټاکنو له وروستي پړاوه مخکې د یوې ورځې لپاره روحاني دمې لپاره رخصت اخیستی.

د تصویرونو هغه ټولګه کې چې پر ټويټر پاڼه خپاره شوي دي، ۶۸ کلن مودي داسې حال کې لیدل کېږي، چې مالټه یي رنګه څادر کې یې ځان نغښتی او د همالیې غرنۍ لړۍ په یوه داسې غار کې مراقبه کوي چې د هندوانو له عقیدې سره سم سپیڅلی ځای دی.

د هند په ټاکنو کې ۹۰۰ میلیونه کسان د رایې ورکولو حق لري او پایلې به یې د روانې مې میاشتې پر ۲۳ مه نېټه اعلان شي.

اترکنډ ایالت کې د دغو اخیستل شویو تصویرونو ټولګې ته په داسې نظر کتل کېږي چې ګواکې ښاغلی مودي غواړي د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو مخکې د ډېری هندو رایې ورکوونکو پام ځانته واړوي.

د پریس ټرسټ اف انډیا 'پي ټي ای ' خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د هند ټاکنیز قانون له مخې هيڅ یو کاندید نه شي کولای د ټاکنو بهیر له پای ته رسېدو ۴۸ ساعته مخکې کوم ټاکنیز کمپاین وکړي او ښاغلي مودي له همدې کبله د هند له ټاکنو کمېسیونه د د دغه سفر ځانګړې اجازه اخیستې.

لومړي وزیر مودي خپل ستومان ټاکنیز کمپاین په مارچ میاشت کې پیل کړ او په اوسط ډول یې هره ورځ دریو غونډو ته وینا کړې.

دغو ټاکنو کې د ښاغلي مودي مهم سیاسي سیال د هند کانګریس ګوند ۴۸ کلن راهول ګاندي دی، چې د جواهر لال نهرو واکمنې کورنۍ له اولادونو یو دی.

دواړو ګوندونو په ټاکنیزو کمپاین بهیر کې نژدې هره ورځ پر یوه بل لفظي بریدونه کول او یو بل یې په فساد، خپلوۍ پالنه او جعلي ملتپالنه تورنول.