''روژه کې د برتانوي بازارونو کاروبار وده کوي''

روژه کې ټول مسلمانان د نور وخت برعکس لګښتونه کوي، په تېره بیا پر خوړو او جامو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روژه کې ټول مسلمانان د نور وخت برعکس لګښتونه کوي، په تېره بیا پر خوړو او جامو
    • Author, مها القاضي
    • دنده, بي بي سي - لندن

هر کال د روژې میاشتې له راتلو سره، په اسلامي هېوادونو کې د لګښتونو ډېرېدو رپوټونه ورکول کېږي او په برتانیا کې چې مسلمانان لږکي ګڼل کېږي هر کال روژه میاشت کې میلیونونه پونډه روژه کې لګول کېږي.

په برتانیا کې د اسلامي شورا د معلوماتو له مخې، په دې هېواد کې کابو درې میلیونه مسلمانان اوسېږي.

  • د مسلمانانو ټولنې ۳۱ میلیارد پونډه د برتانیا اقتصاد ته ګټه رسوي.
  • په برتانیا کې ۱۳۴۰۰ پروژې د مسلمانانو له خوا چلول کېږي، چې ۷۰ زره کاري فرصتونه یې رامنځ ته کړي.
  • د مسلمانانو د پېر او پلور ټول ټال کچه برتانیا کې ۲۰٫۲ میلیارد پونډو ته رسېږي.
  • مسلمانان پر (حلالو) خوړو تر یو میلیارد ډېر پاونډه لګوي.
  • د اسلامي سوداګرۍ د اړیکو څېړنډلې د معلوماتو له مخې، یوازې د روژې میاشتې پرمهال، برتانیا کې مسلمانان پر خوړو او جامو ۲۰۰ میلیون پونډه لګوي.

هر روژه ماتي بلونکي ته یوه چپنه

اسماء وايي، روژه کې هره یوه مشترۍ تر شپږ یا اوه جوړې ښځینه جامې اخلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسماء وايي، روژه کې هره یوه مشترۍ تر شپږ یا اوه جوړې ښځینه جامې اخلي

روژه میاشت د ښځو د جامو د خرڅلاو تر ټولو ښه فرصت ګڼل کېږي، په برتانیا کې د ښځینه جامو لپاره په روژه کې بېل بازار جوړېږي، چې ان په عربي هېوادونو کې یې هم دومره خرڅلاو نه وي.

برتانیا مېشته د مصري جامو سوداګره اسماء علي وايي، د روژې د جامو او سنیګارتوکو بازار د نورو اخترونو او اسلامي مناسبتونو تر بازار ډېر پېرونکي او پلورونکي لري:

"له روژې مخکې مشتریان اړیکه راسره نیسي، ټینګار یې دا وي چې ښځینه چپنې، سینګارتوکي او فرشونه ورته وساتم. یوه ښځه رانه یوازې د روژې لپاره شپږ- اوه چپنې یا ښځینه اوږدې جامې غواړي. دا جامې یوازې یو ځل یوه مناسبت ته اغوندي."

د اسماء ډېری مشتریان عراقۍ، مراکشۍ او سودانۍ ښځې دي، په تېره بیا د جامو مینه والې یې.

اسماء نه پوهېږي چې په دې پلورل شویو ډېرو جامو له هرې روژې میاشتې وروسته څه کېږي، خو هر کال یوه اندازه نوې غوښتنې ترې کېږي.

عربان د ګډ غوښه خوښوي

عامر مصون وايي، قصابۍ په روژه کې دوه برابره ډېر کار کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عامر مصون وايي، قصابۍ په روژه کې دوه برابره ډېر کار کوي

روژه میاشت په برتانیا کې تر نورو وختونو ډېره حلاله غوښه او چرګان کارول کېږي.

د لندن په یوه برخه کې یو پاکستانی قصاب وايي، د کال د نورو وختونو پرتله په روژه میاشت کې د غوښې خرڅلاو ۲۰ سلنه ډېرېږي.

خو په برتانیا کې د حلالې غوښې اړوند بنسټ بیا دا شمېره نژدې پنځوس سلنه ښيي.

دا یو خپلواک بنسټ دی، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د تولیداتو د تایید چاره مخته وړي او پر لسو مسلخونو څارنه کوي، چې درې یې د چرګانو او نور د سرې غوښې دي.

د دغه بنسټ مشر ډاکټر عامر مصون وايي "روژه کې د غوښې بازار ډېر تود وي، خو په ټوله کې د خوړو د وختونو د کمېدو له کبله د عموموي خوړو کچه ټیټېږي."

که څه هم د روژې لپاره ځانګړې قصابي نه شته، خو د هر هېواد او کلتور وګړي د خپلې خوښې غوښې رانیسي، د بېلګې په توګه، عربان د ګډ غوښه خوښوي.

د روژې خواږه

دا ډول خواږه خواړه یوازې روژه میاشت کې جوړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ډول خواږه خواړه یوازې روژه میاشت کې جوړېږي

ښايي په روژه میاشت کې د غوښې د بازار پرتله د خوږو بازار ډېر دود وي، په تېره بیا هغه خواړه چې د کال په نورو وختونو کې نه وي.

په لندن کې د اجوار روډ کوڅې د خوږو یو هټیوال یاسر وايي، د خوږو خرڅلاو د کال د نورو وختونو پرتله په روژه میاشت کې تر ۸۰ سلنې ډېر وي:

"روژه کې د کال د نور وخت پرتله ډېر تولیدات خرڅېږي. موږ د روژې لپاره ځانګړي ډولونه چمتو کوو، لکه د روژې څښاک، خواږه او داسې نور."

خرڅلاوځي له دود ګټه اخلي

د برتانیا ځینې خرڅلاوځي د روژې میاشتې لپاره ځانګړي تولیدات لري

د عکس سرچینه، ASDA

د عکس تشریح، د برتانیا ځینې خرڅلاوځي د روژې میاشتې لپاره ځانګړي تولیدات لري

د برتانیا ځینې هټیوال پوه شوي چې اسلامي بازار څومره ګټه ورته لري، همدا ده چې د اسلامي مناسبتونو پر مهال خپل تولیدات ډېروي.

ځینې هټۍ په روژه کې د معمول وخت برعکس ډېر ساعته پرانیستې وي، په تېره بیا له روژه ماتي وروسته د اختر د جامو خرڅلاځي.

په هغو سیمو کې چې ډېر استوګن یې مسلمانان وي، ځینې هټۍ د اسلامي شریعت مطابق حلالې ذبحې غوښه خرڅوي