تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوحه کې د طالبانو او امریکایانو د خبرو شپږم پړاو پای ته ورسېد
په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، په دوحه کې د دې ډلې او د امریکایي پلاوي ترمنځ د روانو خبرو شپږم پړاو نن پنجشنبه پای ته ورسېد.
سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د خبرو دا وروستی پړاو ګټور و او دواړو خواو په غور او زغم سره یو بل ته غوږ ونیوه.
نوموړي لیکلي دي، اوس به دواړه لوري له خپلو مشرانو سره په دې برخه کې سلا مشوره کوي.
سهیل شاهین لیکلي، له خپلمنځي سلا مشورو وروسته به یو ځل بیا دواړه خواوې مذاکرات پیلوي. خو نوموړي د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره کومه نېټه نه ده یاده کړې.
ښاغلي شاهین زیاته کړې ده، دا ځل هم پر هغه مسوده خبرې وشوې چې په تېر پړاو کې چمتو شوې وه، او دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.
د وسله والو طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو وروستی پړاو کابو یوه اونۍ وړاندې پیل شو.
تر دې وړاندې طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا هم دواړه خواوې کومې مهمې هوکړې ته سره نه دي رسېدلي.
سرچینې وایي چې په دې خبرو کې تر ډېره پر دوه موضوعاتو بحث شوی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل دي.