تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې خبرې؛ ولسمشر غني کابل کې له خلیلزاد سره وکتل
- Author, یوسف ځدراڼ
- دنده, بي بي سي - کابل
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی سیمې ته د خپل شپږم سفر په لړ کې نن دوشنبه کابل ته رسیدلی دی. ښاغلي خلیلزاد نن په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني، او همدا راز د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي دي.
له هغه وروسته چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره میاشت د افغانستان د سولې بهیر کې د زلمي خلیلزاد رول په اړه شک څرګند کړ، دا کابل ته د خلیلزاد لومړی رسمي سفر دی.
بله خوا طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د ځينو افغان چارواکو له اعتراضونو او له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د زلمي خلیلزاد له څرګندونو وروسته د شپږم پړاو خبرې له څه سوړوالي سره مخ دي.
کابل ته د خلیلزاد دا سفر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر سر د کابل او واشنګټن اړیکو له خرابیدو وروسته تر سره شوی دی .
زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې لپاره د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره يي د بین الافغاني خبرو د جدي اړتیا په سر خبرې کړې دي. خو ده تر اوسه له طالب استازو سره د شپږم پړاو خبرو او نیټې په اړه څه ندي ویلي.
د دې مرکچي پلاوي یوې غړې او د اطلاعاتو کلتور وزیرې حسینه ساپۍ بي بي سي ته وویل، په دې غونډه کې د نظام او لاسته راوړنو په پایښت او د افغانانو په ځينو اندیښنو خبرې وشوې.
ښاغلی خلیلزاد داسې مهال په کابل کې دی چې امریکا د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د هغو څرګندونو په غبرګون چې خلیلزاد يي د خپلو شخصي ګټو په پاللو تورن کړی و له ده سره د اړیکو د پرې کیدو خبره کړې او خپلو ډيپلوماټانو ته يي له ده سره د نږدې کار د نه کولو سپارښتنه کړې ده.
خو اوس له دې سره هم مهاله د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په ښکاره د کونړ او نورستان ولایتونو د امنیتي وضعیت د څیړلو لپاره دې ولایتونو ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالب استازو تر منځ د شپږم پړاو خبرې هم روانه اونۍ تر سره شي خو تر اوسه کوم لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د وخت یو چارواکی او د خلاصون شورا مشر سید اکبر اغا چې له دې ډلې سره نږدې اړیکي لري وايي، دواړه لوري تر اوسه د امریکايي ځواکونو دوتلو پر سر د نظر اختلافات لري.
له دې وړاندې زلمي خلیلزاد له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د څو کلونو موضوع ده.
د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له هڅو سره ټاکل شوې چې د مسکو د ناستې دویمه غونډه، چې په بین الافغاني خبرو مشهوره ده، تر راتلونکو دوه اونیو پورې په قطر کې جوړه شي.
.