قطر: دوحه کې د سولې خبرې لسمې ورځې ته وغځېدې

په قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د افغان سولې خبرې لسمې ورځې ته وغځېدلې، خو تر اوسه دواړو لوریو د کوم پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو او مریکایانو تر منځه د پنځم پړاو مخامخ خبرې له نهو ورځو بحثونو وروسته نن جمعه ودرول شوې او طالبان وایي سبا شنبه بېرته د مرکې خونې ته راټوليږي.

دوحه کې د بي بي سي خبریال شعیب شریفي په خپل رپوټ کې وايي، د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د افغان سولې خبرې تېره دوشنبه له ډېرې هیله مندۍ سره پیل شوې، خو اوس چې په قطر کې دغه خبرې لسمې ورځې ته هم غځیږي، داسې معلومېږي چې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې لپاره حل لاره موندل له کږلیچونه ډکه او ډېره ستړي کونکې ده.

طالبان ټینګار کوي چې دلته په دوحه کې ژور بحثونه روان دي او یوازې پر دوو موضوعګانو خبرې کېږي، چې د امریکایي پوځیانو وتل او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارول دي.

بل لور ته د طالبانو او امریکایي چارو خبرو ته یوه نژدې سرچینه وایي، د ترهګرۍ څرګند تعریف او داچې ترهګر څوک دي، خبرې یو څه لانجمنې کړې دي.

یوه بله سرچینه وایي، مرکچیان کله ډېر احساساتي شي او کله هم د زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر له مخامخ خصوصي ناستې سره وضعیت بېرته عادي شي.

په تېرو نهو ورځو کې ټولې خبرې د تړلو ورونو تر شا شوې او تېر ماښام هم دواړه خواوې پرته له دې چې رسنیو ته څه ووایي د خبرو له ځایه ووتل.

طالبان وایي سبا شنبه به هم دغه خبرې بیا پیل شي ځیني طالب ګډون کوونکي وایي، ان دوی هم نه پوهیږي چې دا ځل به خبرې په کومه نېټه پای ته رسېږي.

خو د دې نهو ورځو په تېریدو لا هم په خبرو کې په ښکاره د کوم جووت پرمختګ په اړه څه نه دي ویل شوي، دواړه لوري د ډېر تفصیل له ورکولو پرته د خبرو له بهیره خوښ ښکاري.

امریکایان هیله من دي چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې به د پنځم پړاو دا خبرې یوې نتیجې ته ورسېږي، خو و به لیدل شي چې له افغانستانه ډېر لرې د دوحې د دغه ګرانبیه هوټل د بندو دروازو او اوږدو خبرو پایلې به د افغانستان پر ۱۸ کلنه جګړه څه اغېزه وکړي.