تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند ټاکنې، څوک به لومړی وزیر شي؟
- Author, شکیل اختر
- دنده, بي بي سي لکنو
د هند پارلماني ټاکنو پنځم پړاو پیل شوی، چې پکې د اوو ایالتونو د ۵۱ څوکیو لپاره رایه ور کول کېږي.
دې کې د اتر پردېش لکهنو حلقه هم ده چې پکې د بي جي پي یو مخکښ مشر او د کورنیو چارو وزیر راج نت سینګ هم نوماند دی.
د هغه مقابل کې د کانګرېس یو نوماند پرمود کرشنم او د بې اېس پي او سماج وادي ګوند ګډ نوماد پونم سنا ولاړه ده.
پونم د فلمي ستوري شتروګن سنا مېرمن ده.
پونم د ممبيي ده او وروستیو کې سیاست ته راغلې ده. هغه وايي، د مودي حکومت د هند جمهوریت په امریت بدل کړی دی:
"دا ډېر بد حال دی، که پنځه کاله بیا هغوی واک وچلوي، نو هېواد به بلکل ختم کړي".
د بي جي پي مشر راج نت سینګ هندي ولس ته دا باورمنول غواړي د مودي واکمنۍ کې هېواد چټک پرمختګ کوي:
"که مودي بیا واک ته ورسېږي، نو راتلونکو پنځلسو کلونو کې به هند له امریکا او چین وروسته د نړۍ دریم ستر ځواک شي".
د کانګرېس اچاریه پرمود کرشنم وايي، ټاکنې به وښيي چې مینه که کرکه ګټونکې ده.
هغه وايي د مودي حکومت د ولسواکۍ باور زیانمن کړی دی:
"دا ټاکنې به پرېکړه وکړي چې ولس له درواغو که ریښتیا، کرکې که مینې سره درېږي، له فرقه پالو ډلو سره دی، چې مشرانو یې مذهبي ګډوډي جوړه کړې او که په ګډ درناوي باور لري".
اتر پردېش د سیاسي باور له مخې د هند تر ټولو مهم ایالت دی.
بي جي پي پر ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د اترپردېش او شمالي هند له څو سېټونو پرته نورې ټولې څوکۍ وګټلې.
وتلی شنونکی او د هندوستان ټایمز مدیر سنیتا ایرن وايي، بي جي پي پخوا ډېر لوړ تللی و او اوس کته روان دی.
"کله چې بې جي پي لاندې راځي، نو کتل کېږي به چې اتر پردېش او شمالي ایالتونو کې یې څومره څوکۍ زیانمېږي او دا به کومو ایالتونو کې جبرانوي؟ داسې امکان نه ښکاري".
د نوموړي په خبره، دا حالت د مودی لپاره اندېښمنوونکی دی او د اکثریت نه ګټلو سره به له اتحادي ډلو سره تګ مودي ته ستونزمن وي.
"مودي ډېر انفرادي او تېره مشر دی، که هغه اقلیت کې ودرېږي نور ډلې به په ځان راټولې نه شي کړی، اتحادي ډلې به د مودي په ځای د بي جي پي پر کوم بل مشر ټینګار کوي".
له بلې خوا کانګرېس هم پوره ګټونکی نه ښکاري او د دې امکان هم لرې دی چې له خپل سیاسي ملګري یو پې اې سره اکثریت ګټلو ته نږدې شي.
شنونکي وايي، راهل ګاندي به هغه وخت لومړی وزیر شي چې کانګرېس خپله اکثریت وګټي، که څوکۍ یې کمې وي، ممکن د اپوزسیون د نورو ګوندونو د یو مشر ملاتړ وکړي.
سنیتا ایرن وايي، د هند راتلونکي حکومت کې به د سیمه ییزو ګوندونو رول مهم وي:
"پر ۲۰۱۹ کال ټاکنو کې به څو نوې خبرې وي، ډېر امکان دی، چې هېواد یو نومړی لومړی وزیر ولري، د راهل به څو رول وي؟ د هغه سیاسي پوخوالی به مالوم شي او سیمه ییز ګوندونه به پرېکند رول ولري".
ویل کېږي چې پر ډېلي د واک لار له اتر پردېش تېره ده. تېرو ټاکنو کې هم د دې ایالت له ۸۰ څوکیو ۷۱ بي جي پي وګټلې، خو دا ځل حالت بدل دی.
د هند دوه لوی سیمه ییز ګوندونه سماج وادي او بهوجن سماج له لسیزو وروسته یو ځای لوبېږي.
که دوی د تېرو ټاکنو د پایلې په بدلولو کې کامیاب شي، نو د بي جي پي بیا واکمنېدل به ګران شي.