د تصویرونو البوم: د مارانو کلنۍ مېله

د عکس سرچینه، AFP
د ایټالیا ابروزو سیمې په کوکیولو نومې لرغوني کلي کې هر کال د می ورځې په مناسبت یو شمېر ځايي اوسېدونکي د خپل مذهبي مشر لرګین بت جوړوي، په غاړه کې یې ژوندي ماران وراچوي او د کلي په لارو کوڅو کې ګرځوي.
دغې مېلې ته د سیرپاري نوم ورکړل شوی دی، چې د مذهبي مشر سان دومینیکو دي سورا په یاد تر سره کېږي. د نوموړي په اړه د سیمې خلکو بارو دا دی چې ۱۱ زېږدیزه پېړۍ کې یې د معجزې په توګه د سیمې له کروندو ماران لرې کړي وو.

د عکس سرچینه، AFP
ځینې کسان په دغه مېله کې داسې کالي اغوندي چې د ابروزو سیمې دودیز لباس بلل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
پاړوګر چې سیرپېري یې بولي، له مېلې مخکې څلور ډوله داسې ماران نیسي چې خطرناک نه دي او بیا یې د مېلې ګډونوالو ته ورکوي چې د بت په غاړه کې یې واچوي.

د عکس سرچینه، AFP
له هغه وروسته دغه ماران په خورا احتیاط سره د سان دومینیکو بت په غاړه کې اچول کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
یوه په بل پسې ماران د بت غاړې ته تر هغو پورې اچول کېږي، چې پکې پټ شي.

د عکس سرچینه، AFP

له هغه وروسته بت د یوه لاریون په منځ کې پورته وړل کېږي او ګډونوال یې د کلي په لارو کوڅو کې ګرځوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP

د سیمې ځینې اوسېدونکي د کورونو له کړکیو د مېلې او لاریون ننداره کوي او د مېلې له پای ته رسېدو وروسته ټول ماران بېرته سارا ته خوشي کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
.








