د 'سیلفي' مینه والې دوه ګورېلاوې

دوه ښځینه ګورېلا له خپل هغه ژغورونکي سره په یوه سیلفي کې ولاړ دي چې په کوچنیوالي کې یې دوی ژغورلې وې.

دا انځور د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ملي پارک ویرنګا کې اخیستل شوی.

د دغو ګورېلاوو مور او پلار د ناقانونه ښکاریانو له خوا وژل شوي وو، خو دوی په کوچنیتوب کې ژغورل شوې وې.

د دغه پارک مرستیال مشر انوسنټ مبورانوموي بي بي سي ته وویل، دواړو ګورېلاوو د ساتونکو چمونه زدکړي او داسې انګېري چې ګني دغه ساتونکي (انسانان) یې مور او پلار دي.

مبورانوموي وايي د دواړو ګورېلاوو مور او پلار د ۲۰۰۷ کال په جولای میاشت کې ووژل شول.

کله یې چې دغه بچۍ وموندل شوې، یوه یې د دوو میاشتو او بله د څلورو وه.

تر موندل کېدا وروسته سم لاسي د ویرونګا ملي پارک سینکویکوي پالنځي ته ولېږدول شوې او له هماغه راهیسې تر اوسه هلته اوسېږي.

مبورانوموي زیاتوي: "کله چې دوی له ژغورونکو ساتونکو سره اوسېدې، د ساتونکو چمتونه یې زد کړي او د انسان په څېر پر پښو نېغې ولاړې وي."

دی زیاتوي: "موږ به حیران وو چې دوی هم زوږ چمونه کوي، ورته خندل به مو."

تېر کال په دغه پارک کې پنځه ساتونکي د یاغیانو په یوه کمېن کې ووژل شول او له ۱۹۹۶ کال راهیسې په ویرونګا ملي پارک کې تر ۱۳۰ ډېر ساتونکي مړه شوي/وژل شوي دي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ختیځه برخه د حکومت پلوو او نورو وسله والو ډلو ترمنځ د شخړو شاهده ده.

ځینې دغه وسله والې ډلې د ویرونګا ملي پارک پر یوه برخه هم وکمن دي او هلته د حیواناتو ناقانونه ښکار کوي.