تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو لېست کې شامل کړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ایران د سپاه پاسداران یا د انقلاب ساتونکی ځواک به له دې وروسته د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پېژني. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، دا ډله یوه اونۍ کې رسماً د ترهګرو ډله لېست ته ور ګډه شي.
په ځواب کې یې ایران هم د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني د یوې ترهګرې ادارې په توګه نومولې.
خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتیاهو د امریکا دا پرېکړه ستایلې ده او د ولسمشر ټرمپ مننه یې کړې چې د ده یوه بله غوښتنه یې هم پر ځای کړه.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د یو بل هېواد د پوځ یوه برخه د ترهګرې ډلې په توګه اعلانوي. خو د ولسمشر د دې پرېکړې مخالفین وایي، له دې سره به نورو هېوادونو ته هم پلمه په لاس ورشي چې د امریکایي ادارو او دولتي چارواکو پر وړاندې ورته ګامونه واخلي.
امریکا تر دې وړاندې یو شمېر کسان او ادارې د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره د اړیکو له کبله په تور لېست کې اچولي وو، خو دا لومړۍ ځل دی چې پخپله دا ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلانوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا حکومت د ایراني رژیم د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کړی دی.
ښاغلي پومپیو لیکلي: "موږ باید د ایران له خلکو سره مرسته وکړو چې خپله ازادي بېرته وګټي ".
د هغه په وینا، د ترهګرۍ کارول د ایراني رژیم د بهرنۍ پالیسۍ مهمه برخه ده، دا د امریکا دا ګام به د ایران د دې تباه کوونکې پالیسې مخه ونیسي.
په تېرو څو کلونو په ځانګړې توګه واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته څو وارې د هغه پلوی ګوند جمهوري غوښتونکو دا ډول رپوټونه ورکړي دي.
د دې پریکړې منتقدینو وار وار سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې تور لیست ته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ورزیاتول به امریکا او ددې هېواد نظامي او استخبارتي ځواکونو ته ناوړه پایلې ولري.
ددې ډول پریکړې د قانوني بنسټ په اړه د نړیوالو اړیکو کارپوه میثم بهروش بي بي سي ته ویلي:
"په ۲۰۱۷ کې د امریکا کانګرس 'د تحریمونو له لارې د امریکا له دښمنانو سره مبارزه' په نوم یوه داسې لایحه تصویب کړه چې د 'کاتسا' قانون په نوم مشهوره ده او درې هېوادونه ایران، روسیه او شمالي کوریا پکې په نښه شوې دي."
دا لایحه د ډونالډ ټرمپ په لاسلیک په قانون بدله شوه. دا قانون د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي چې پر سپاه پاسدارانو دا ډول تحریمونه ولګوي. له دې سره امریکا کوای شي دا ځواکونه 'تروریستي' اعلان کړي.
دوه کاله وړاندې د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمد علي جعفري د امریکا ددې ډول پریکړې په غبرګون کې ویلي و: "که د تروریستي ډلې په توګه د ایران د سپاه پاسدارانو پیژندلو په برخه کې د امریکا احمقانه پریکړې په اړه خبرونه سم وي، سپاه به هم امریکايي پوځ په ټوله نړۍ کې د داعش په څېر وګڼي."