یو ټوکمار د اوکراین ولسمشرۍ ټاکنو کې مخکې دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په اوکراین کې ټلویزیوني کمیډین ددې هېواد په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډېرو رایو په ترلاسه کولو دویم پړاو ته بریالی شوی دی.
ولادیمیر زلنسکي چې هېڅ سیاسي تجربه نه لري، په یوه ټلویزیوني ډرامه کې یې د ولسمشر رول لوباوه.
هغه په لومړي پړاو ټاکنو کې ۳۰،۴ سلنه رایې ګټلي دي، حال دا چې دده ټاکنییز سیال او اوسنی ولسمشر پترو پروشېنکو یوازې ۱۷،۸ سلنه رایه ګټلې او په دویم ځای کې دی.
له دې سره دغو دواړو مخکښو نوماندانو د ټاکنو دویم پړاو ته لار موندلې.
ښاغلي پروشېنکو د دویم مقام ګټل ځان ته سخت درس بللی دی.
د اوکراین پخواني وزیر یولیا تېموشېنکو ۱۴،۲ سلنه رایې او دریم مقام ګټلی دی خو د ډېرو نورو نوماندانو په څېر نه دی توانیدلی چې د ټاکنو دویم پړاو ته لار ومومي.

د عکس سرچینه، EPA
په دې تاکنو کې ۳۹ کسانو د ولسمشرۍ لپاره سیالي کوله. دا چې هېڅ یوه یې پنځوس سلنه رایه نه ده پوره کړې، ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.
دوه کسانو چې دویم پړاو ته لار موندلې دواړه اروپايي ټولنې ته د اکراین د نژدې کېدو پلویان دي.
د خلکو خادم
ولادیمیر زلنسکي په یو ټلویزیوني کومیډي ډرامه کې د خلکو خادم په نوم رول لوبولی و.
هغه په دې ډرامه کې د یو ښوونکي رول لوبوي چې له فساد سره د مبارزې په شعار ولسمشر کیږي.
هغه د نورو نوماندانو په څېر په ډېرو تلویزیوني خپرونو کې ګډون ونه کړ او همداراز یې په عامه ځایونو کې خلکو ته ویناوې هم نه دي کړې، خو په خواله رسنیو کې یې پراخ حضور درلود او له همدې لارې یې د خلکو پام ځان ته ور اړولی و.
همداراز هغه د اوکرایني ترڅنګ په روسي ژبه هم غږېده او لیکنې کولې چې په دې سره وتوانید د اکراین په ختیځ کې د روسانو ملاتړ ترلاسه کړي.









