ورځپاڼې: افغانستان کې اولس سوه هندي انجینران کار کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې له اوو تښتول شویو انجینرانو یو یې خوشی شوی. دغو انجینرانو په بغلان ولایت کې پر یوه سب سټیشن کار کاوه چې د هندوستان ټایمز په وینا وسله والو طالبانو وتښتول.
ورځپاڼه د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په حواله لیکلي، د افغان حکومت له هڅو مننه کوي چې په پایله کې یې دغه انجینر روغ رمټ تر خپلې کورنۍ ورسېده او ګډې هڅې به دوام ولري چې نور انجینران هم په خوندي توګه را خلاص شي.
ورځپاڼه د هندي چارواکو په حواله لیکي چې په شاوخوا اولس سوه هندي انجینران د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په پراختیايي پروژو کې کار کوي.
برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز هغه اندېښنې راخیستې چې له اروپايي ټولنې د برتانیا د جلا کېدو په اړه شته، ورځپاڼه وايي په داسې حال کې چې لس ورځې وروسته باید رسماً د جلا کېدو بهیر پیل شي، خو لا هم د اروپايي ټولنې او برتانیا د دریځونو ترمنځ کې جوت توپير شته، ځکه اروپايي ټولنې وايي د بهیر د پيل ځنډېدل باید د داسې څه سره تړاو لري لکه نوې پارلماني ټاکنې او یا بله ټولپوښتنه.
په همدې تړاو بلې برتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز لیکلي، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په منځ کې تر ټولو ډېر فرانسه شکمنه ښکاري چې اروپايي ټولنه به برتانیا ته اجازه ورکړي چې له ټولنې د جلا کېدو د پیل بهیر وځنډوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په نیوزیلنډ کې پر دوه جوماتونو د بریدونو په اړه لیکي چې دغې پېښې د فردي ترهګرۍ له امله وېره بیا تازه کړه، په تېره د داسې پېښو له امله چې یو کس د یوې عقیدې له مخې دا ډول ترهګر برید ترسره کوي.
ورځپاڼه د جنايي جرمونو د یوه کارپوه له قوله لیکي، په نیوزیلنډ کې برید کوونکي د هغو کسانو پر پل پل اېښې چې دا ډول بریدونه یې کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهان وايي، د دا ډول ګوښو بریدونو په رواجولو کې خواله رسنۍ هم رول لري ځکه دا پېښې په خپرېږي او نور کسان چې ورته فکر لري هڅول کېږي. په نیوزیلنډ کې هم برید کوونکي د برید بهیر په ژوندۍ بڼه د خواله رسنیو له لارې خپور کړ.
ورځپاڼه لیکي که څه هم د نیوزیلنډ د برید کوونکي په اړه ډېر څه نه دي روښانه شوي، خو له لومړنیو څېړنو ښکاري چې د خطر ډېرې علامې شته.
ګارډین ورځپاڼې لیکي د ځمکې د تودوخې بدلون له امله په نړۍ کې توپانونه زیات شوي دي. کارپوهان اندېښنه ښيي که تودوخه همداسې په زیاتېدو شي، نو سمندري لا پسې ویجاړوونکي شي.
ورځپاڼه د یوه کارپوه له قوله لیکي په سوېلي افریقا کې د تازه سمندري سیلۍ ایدای ښيي چې د دا ډول توپانونو له امله هغه څوک ډېر اغېزمن کېږي چې د ځمکې د تودوخې په زیاتېدو کې تر ټولو لږ رول لري.









