جاسندا اردرن: د سخت دریځۍ خلاف ګډه مبارزه پکار ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسندا اردرن د کرایسټ چرچ دوو جوماتونو کې د وژنې پېښه 'سخت دریځي بللې ' او وايي، هېواد کې د پوځ په کارخانو کې چمتو شوې وسلې ته لاسرسی د نیوزیلنډ لپاره لویه ننګونه ده.
د بي بي سي له خبریال کلایو مایري سره ځانګړې مرکه کې لومړۍ وزیره اردرن وايي، 'وهایټ نېشنل ازم ' یا د سپین پوټکو توکمپالنه یوه نړیواله ستونزه ده:
''دا برید د اسټرالیا یوه سړي کړی، خو معانا یې دا نه ده، چې زموږ په هېواد کې دغه ستونزه نه شته. ''
هغې پوښتنې ته ځواب کې چې ایا دا د استخباراتي ادارو ناکامي ده، مېرمن اردرن وايي:
''هغه واقعیت ته په کتو سره چې په نړیواله کچه د سپین پوټکو توکمپالو شتوالی ډېر شوی دی، له تېرو نهوو میاشتو راهیسې زموږ استخباراتي ادارو د دغو ډلو مشران څاري. ''
نوموړې وايي، بریدګر نیوزیلنډ په نښه کړ، خو د فکر جرړې یې تر بله ځایه رسېدې:
'' د دغه سړي نوم نه د اسټرالیا د هغو کسانو لیست کې و، چې څارل کېږي او نهد بل کوم ځای، خو دا زموږ ټولو مسوولیت دی، چې د دغه ډول فکر پراخېدو ته اجازه ور نه کړو او داسې یو چاپیریال رامنځته کړو، چې داسې فکرونه پکې وده و نه کړي. ''
د پېښې په تړاو له خبرېدو وروسته د احساس په باب پوښتنې ته ځواب کې نوموړې وايي، '' زه فکر نه کوم په هیڅ ځای کې دې کوم مشر دغسې پېښې ته چمتو وي او بیا د یوه داسې سوله ییز هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه چې ۲۰۰ قومونه پکې په ۶۰ بېلا بېلو ژبو خبرې کوي، دا خبر زما لپاره بوږنونکې وه. ''

د عکس سرچینه، Reuters
مېرمن اردرن وايي، '' دا اوس زما مسوولیت دی چې د هر قشر خلکو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړم. ''
د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو کې د ۵۰ وژل شویو له ډلې د سوریې دوه وژل شوي چې زوی او پلار دي لومړی خاورو ته وسپارل شول. له قرباني شوي یوه مېرمن او یو زوی پاتې دی.
۴۴ خالد مصطفی او ۱۶ کلن حمزه تېر کال له سوریې نه نیوزیلنډ ته کډوال شوي وو. دواړه پلار او زوی پر النور جومات برید کې وژل شوي.
له خالده یوه مېرمن او یو کشر زوی پاتې دي، چې زوی یې هم په برید کې ټپي شوی دی. زید مصطفی په وېلچیر کې د خپل پلار او زوی جنازې ته وروستل شوی و.
د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو خونړیو بریدونو کې د ۵۰ وژل شویو مسلمانانو لومړی تدفین پیل شوی او پولیسو د قربانیانو د پېژندلو لړۍ پیل کړې ده.
داوطلبه کسانو کرایسټ چرچ ښار کې د قربانیانو د خښولو له بهیر او د قربانیانو له کورنیو سره د ملاتړ غږ پورته کړی دی.
دوی په اسلامي بڼه چې څومره ژر کېدای شي د قرباني شویو د خښولو غوښتنه کړې، خو د وژل شویو د پېژندګلوۍ له کبله د خښولو بهیر یو څه ځنډنی شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرې جمعې په ورځ، ۲۸ کلن استرالیایي برینټن تارنټ پر دواړو جوماتونو برید وکړ چې لږ تر لږه ۵۰ کسان په کې ووژل شول او همدومره ټپیان شول. نوموړی د برید پرمهال پولیسو ونیو او په وژلو تورن شو.
د کرایسټ چرچ ښار چارواکو رسنیو ته د سې شنبې په ورځ د مړو د خښولو له مراسمو مخکې وویل، چې د قربانیانو کورنۍ خپل غم ته پرېږدي.
د دغه ښار د شورا یوې ویاندې وویل: "د مړو جسدونه به یوه ځای ته یووړل شي. د جنازې تر لمانځه وروسته به،کورنۍ او ملګري خپل دوستان او ملګري هدیرې ته ولېږدوي او هلته به د خښولو مراسم ترسره شي."
تازه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیسو د سې شنبې په ورځ پر النور جومات د برید د شپږو قربانیانو هویت اعلان کړ. د پولیسو مشر مایک بوش وویل، په رسمي ډول د ۲۱ مړو پېژندګلوي شوې ده او کورنیو ته سپارل شوي. د ټولو ۵۰ قربانیانو د پېژندلو ازموینه بشپړه شوې ده.
خو ځینو کورنیو د مړو د پېژندلو لړۍ کې پر ځنډ اندېښنه ښودلې ده. ۲۳ کلن محمد صافي چې پلار یې مطیع الله صافی په النور جومات برید کې وژل شوی، د معلوماتو د نشتوالي له کبله شکایت کړی دی.
هغه اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي: "دوی مازې ویل چې خپل پروسیجر ترسره کوي، ولې زه نه پوهېږم او تاسو د مړو په پېژندلو څه کوئ؟"
د سې شنبې په ورځ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وویل "موږ د کورنیو پر اندېښنو ښه خبر یو، زموږ هڅه دا ده چې دا کار څومره ژر وشي ښه دی او مړي خپلو کورنیو ته وسپارو."

د عکس سرچینه، EPA
د نیوزیلنډ د کډوالو ادارې ویلي، دوی په دې هڅه کې دي چې د وژل شویو د هغو خپلوانو لپاره وېزې چمتو کړي چې له بهره دغه هېواد ته راځي او د دوی د تدفین مراسمو کې ګډون وکړي.
د وسلو سپارل
نیوزیلنډیانو د لومړۍ وزیرې جسینډا ارډن له غوښتنې وروسته پولیسو ته د وسلو سپارلو لړۍ پیل کړې ده.
د دغه هېواد په شمال کې یوه بزګر جان هارټ پر ټویټر یو عکس خپور کړی چې وايي پولیسو ته یې خپله نیمه اتومات وسله سپارلې چې له منځه یې یوسي.
پر فېسبوک د هغه دې پوست د هغو کسانو ، په تېره بیا امریکا کې پراخه غوسه پارولې چې وسلې لري.
نیوزیلنډي پولیس وايي لاهم پر دې معلوماتو بوخت دي چې په دې هېواد کې څومره وسلې له خلکو سره شته.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای











